The news is by your side.

غزل

ذبیح الله احساس

0 143
چې غږ مې نه اوري نو څه ووايم غلی ښه يم
چې هغه نه راځي نو پرې مې ږده بيا تللی ښه يم
لکه کښتۍ د بل په لاس له غرقېدلو نو بيا
زه لکه خس په خپله خوښه اوبو وړی ښه يم
د اس سورلی ښه ده، چې واګي يې له ما سره وي
د بل تر شا ناستي نو دا غوره ده پلی ښه يم
چې رسېدلي غوړېدلي ګلان پښو لاندې شول
زه دې هېڅ ګل نه شم د خاورو لاندې زړی ښه يم
که ښه کوې نو مې تر شا تړلي لاس ايله کړه
چې ستا په لاس يې خورم له دې لا پسې وږی ښه يم
د جدي ۱۴مه، ۱۴۰۰لمريز
Leave A Reply

Your email address will not be published.