The news is by your side.

غزل

ذبیح الله احساس

0 132
نفرتونه زياتي بس دي، نه ډکېږي د حرص کنده
ځئ چې مينه کړو له سره، ځئ چې خوند واخلوو له ژونده
عمر څه دی! خو شېبه ده سترګې پټې کړه پای مومي
بېرته ونيسه خوار مه شې خوږ اشنا دې له مړونده
وخت غرمه شو، باورونه سرابونه شول ګمنام شول
اوس به څنګه پوره کېږي عشقه ستا لېونۍ تنده
د غنم غنم مشکل د حل اوړه درنه زغم غواړي
که د پلار ده هم په وار ده، بس د هرې چارې ژرنده
ما له مينې غوسه وکړه، زه له نازه ورنه لاړم
لېونۍ ته ګوره کړه يې، دروازه راپسې بنده
Leave A Reply

Your email address will not be published.