The news is by your side.

غزل

شمایله سلیمي

0 154

 

نه د خيال نه د دلبر شوه، نه د عشق نه د ګودر شوه
هغه لار زما سايه شوه چې لاهو په سمندر شوه

تماشه هله د بل وه چې د بل د کور د شور وه
اندېښنه هله زما شوه چې زما د زړه د سر شوه

چې په خواست بيانېدله نو د ګل او د ساغر وه
چې زما په خوله بيان شوه نو قصه د پيغمبر شوه

معجزه شوه چې د زړه زخم رواه البخاري شو
خوني توره کرشمه شوه چې په لاس د موکمر شوه

ستا غمونه مې په زړه کې ټول د فقه عالمان ٶٶ
ستا د دوو سترګو پوښتنه، نه په مال شوه نه په زر شوه

دا چې ځمکه له مودو نه، پرې ولاړه وه خو نه وه
د مذهب هغه جٙګٙړه، افسانه د غوا د ښکر شوه

چې ځواني وه شمائلې، نو د مينې مرثيه وه
چې راټوله په بستر شوه، نو مصره مې د پرهر شوه

Leave A Reply

Your email address will not be published.