The news is by your side.

غزل

سید اسدالله اسد

0 126
زلفى دى خپرى چى په دى سيمو خوشبويى ده
حسن د دلبرو د ګلونو رنګينى ده
ځم چى په دى لاره کى خپاره ورته باڼه کړم
رابه شى ګودر ته اوس هوا د پسرلى ده
ٶيى کړه پرى پوه شوم د حالاتو په تيارو کى
څه پخه خبره يى په شرنګ کى د بنګړى ده
لا مى اشنا زور شته د ملالى په ټپه کى
خاوره د وطن مى ياره مينه د زلمى ده
تاوى لوپټه کى ښى دى سترګى جادو ګر ى
مه ګوره بل لور ته اشنا وسومه ګرمى ده
تل چى پرى اسده وى باران د سپينو اوښکو
دښته د زړګى دى اوبه نه لرى للمى ده
١٠/١/٢٠٢٢
Leave A Reply

Your email address will not be published.