The news is by your side.

غزل

خان زمان کاکړ

0 116
زما شعرونه دومره سخت او بدمزاجه نه دي
چې متاثره ستا د حسن له معراجه نه دي
زما سندرې ځان ساتلی شي په خپلو مټو
زما سندرې زما مرستې ته محتاجه نه دي
د چا ناخوښه يم چې نه يم په جرګو کې د قام
ګنې خبرې مې بې نرخه بې رواجه نه دي
چې په ټپو په کاکړيو به مو خوا ته راځي
ښکلي زموږ د دور دومره خوش مزاجه نه دي
له ځان سره مې دي ساتلي په غرض د ادراک
ګنې زما د زړه رنځونه لاعلاجه نه دي
انقلاب هسې يو د ذهن مشغولا ده ښه ده
چې خبر کړي مو ملګري له سامراجه نه دي
دا د لمبو پر هر سړک د سورخپوشانو پلونه
دا مزلونه تر منصب تر تخت و تاجه نه دي
يوې نجلۍ د یو “کاکړ” په هکله داسې وئيل
ځوانان اوس هم شته خو فارغ له احتجاجه نه دي
۱۹ جنوري ۲۰۲۲
Leave A Reply

Your email address will not be published.