The news is by your side.

غزل

بصیر بېدار ستوری

0 105
وخته داستا نه ګیله نشـــته موږ په ځان کړي ده
مونږه همیش لوبه د خپل سر په تاوان کړي ده
مونږه له خپله لاسه خپل وطن پخپله وران که
*وطــــن ورانۍ* کې ملګرتیا مو د شیطان کړي ده
مونږه ولـس قربــــــــاني کړی دی له خــــپلو ګټو
ویده ولس ته مــــو تش لافه په میدان کړي ده
مونږه پولچک وران کړي مونږه خپل مکتب سیځلې
مونږ د وژلو تجربــــه په هـــــر افغان کړي ده
مونږ په بې ځایه غرور تل بېداره وخت ضایع کړو
د ناکا مۍ دعوه مــــــو تل په نور جهان کړي ده
Leave A Reply

Your email address will not be published.