The news is by your side.

غزل

ابراهیم ګلزار

0 142

چـې د بـدو خلکـــو جوړ چرته مجـلــس وي
ښــې خــبرې کــــول هــلــته کې عــبس وي

په امــــان وي هـغـه څـوک له ګــناهـــــــونو
چـې الله نه يې په زړه کـې ډار او ترس وي

دا انسـان شهوت وي ډير چې کله مــوړ وي
کــــم وي هلـه ، کلـه وږې چـې يې نـس وي

د مــيږى په څـير د ځان نه غټ بار مه وړه
کار هغه کــوه چې کـوم يو دې په وس وي

د ښــار خلـک د ښــار شـــور سره بلـــد وي
کلـــيوال سـړي د ښـار شور کې ګنګس وي

اثر خــــتم به يې نه شـي تر ســل کالــــــو
پدې خــاوره دا شـل کاله جنګ به بس وي

تر هغـې به په سکـــون نه شي،ګلـــــــزاره
چـې تر څـو پورې ويده دغــه ولـــس وي

Leave A Reply

Your email address will not be published.