The news is by your side.

غزل

سید اسدالله اسد

0 164
زړه به د تیارو وچوی رڼا به شی
مړ پکی ارمان نه دی پیدا به شی
ستا د مینی درد زما په سترګو کی
اوښکه شوه پاس نه ټینګیږی را به شی
دا غلی د زړه درزا خاموشه غږ
شور به شی اواز به شی غوغا به شی
سور پیوند د وینو د شلیدو نه دی
غیږ چی ورته خلاصه کړو پخلا به شی
واخـــــــــله پلو یاره راښکاره کړه مخ
ستورو د اسمان ته په ګډا به شی
شته په کی امید د سبایی اشنا
شپه دومره اوږده نه ده سبا به شی
دا د اسد اه که قیمتی اوښکی
ته ورته باران شوی نو بریښنا به شی
05/02/2022
Leave A Reply

Your email address will not be published.