The news is by your side.

غزل 

سید شاه سعود

0

ګل خو تش جمال دی له جماله څوک ویریږي نه
عشقه لیونی شه بی جلاله څوک ویریږي نه

وخته ورشه تیره زمانه ورپسې وروله
حال بی پته شوی دی له حاله څوک ویریږي نه

ګوره سر ساتنه چې ګوزار ونکړې نه کیږي
تیغ درسره نشته او له ډاله څوک ویریږي نه

راشه چې د زخم یو نشان دې په مخ جوړ کړمه
دلته جنګ روان دی ستا له خاله څوک ویریږي نه

مرګ له ژونده ښه دی چې جانان سره په غیږ کې یې
هجر نه ویریږي له وصاله څوک ویریږي نه

مه ویریږه اوس به ماځیګر شي بیا به هیڅ نه وي
ژوند خو بس یو خیال دی او له خیاله څوک ویریږي نه

موس به شو سعوده ما به سترګې ځینې ښکته کړې
یار به راته ووی له هلاله څوک ویریږي نه
_____________________________________
سید شاه سعود

(Visited 50 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.