بې له څراغه بې انځوره شاعري هم کېږي
بازار دی ياره دلته توره شاعري هم کېږي
ګونګروګان غلي، کړکۍ پورې، قرنطين او سګرت
ساده کنځلې، چرت، کمزوره شاعري هم کېږي
په کتابچه کې مې يو نوم لکه څراغ بلېږي
ته دې خبره يې بې اوره شاعري هم کېږي
شمعې، باران، څو نڅاګرې د ګلانو ګېډۍ
داسې ماښام ته مازې ګوره شاعري هم کېږي
ما نن خپل سیوري ته د ګل لږه رڼا ورکړې
په دې زرغونه شپه کې نوره شاعري هم کېږي