ژوند له شاتو خوږ دی څه ترخه پکی خبره ده
ما کړه درته لنډه خو اوږده پکی خبره ده
فکر دی پری نيسی ای ملګرو هوايی مرغان
دام د اوږدو لومو دي دانه پکی خبره ده
ستا هره جفا می په زړه اور رابلوي اشنا
ښکلی ده ادا ياره لمبه پکی خبره ده
ايښی په انګور کی اشنا دوه ډوله خوندونه دی
يو خواږه خواړه دی بل نشه پکی خبره ده
دلته د منصور د حق ناره او ورختل په دار
څه پيچلي لار ده څومره ښه پکې خبره ده
ښکيل شو د ادم بچوړی سخته ازموينه کی
وخت چی دی د زور ربه پرته پکی خبره ده
مه الوزه پورته په هوا مخی ته وګوره
تم شه چی تيريږي جنازه پکی خبره ده
جار دی زه اسد د اوږدو زلفو له هر تاره شم
مينه ده ښايست دی زولنه پکی خبره ده