The news is by your side.

غزل

اسحاق ننګیال

0 129
پلو پرې د مخ خور كړه غوړيدلي دي سرونه
جانانه ! ستا وربل ته مو كرلي دي سرونه
دې قام ته منصور وايه كوم دار شته دى كه نشته؟
لوګرو كه هر څو ورنه ريبلي دي سرونه
د يار د سينې دښته كې د هار نسيمه ورځ وه
غمي نه دي دې ټال كې زنګيدلي دي سرونه
څراغ چې شي دې دښته كې د وخت ستړي كاروان ته
په لوړ ښاخ د چنار كې ځړيدلي دي سرونه
چې سرې سيلۍ شوې ګونګې او د لور غزل يې وچ كړ
هر ګل مو هرې پاڼې ته ښندلي دي سرونه
ايرې شول خو يو چم د ټيټيدلو يې زده نه كړ
الله مو د غيرت پر لمبو وللي دي سرونه
رقيب پر ډمو وپلوره موږ سر داو كړ په حورو
يو چاته په سوغات كې مو ليږلي دي سرونه.
١٣٧۶ / ٢ / ٢۵
كابل
Leave A Reply

Your email address will not be published.