The news is by your side.

غزل

سید اسدالله اسد

0 155
زلفی به وی ول په ول خو دام د چا د پښو نه وو
څڼی عنبــــــــــــــــــرینی د یار دار د لیونو نه وو
څنګه دروند ویده دی په دی خاوره کی باتور ولس
ستا غیـــــــــــــږ کی وطنه خو کمی د زلزلو نه وو
را به نشی یاره په دی چـــــــــم کی امن نه را ځی
دی مځکی تورزنه کی که سیوری د شملو نه وو
کلـــــــــــــه چی یو موټی وو ښاغلی د وطن بچی
ژوند مزه مزه وه دلته شرنګ د زولنــــــو نه وو
دا کـــــــــومه غدی یاره په دی سیمه لویدلی ده
پیغله پښتنه تله خو شرنګار یی د بنګړو نه وو
سخته زندګی ده د اسد خـــــــو تیریده په خوند
سر چی یی راځوړنــــــد غلامی ته د پردو نه وو
Leave A Reply

Your email address will not be published.