د چـــوپــتــیــا ژوره څــاه کــې راایـسـار یــم
لاس و پـــښې وهــمـه بــنــد پـه یــوه تـار یــم
کــه ارام شــمــه خـــولـــه پــټــه کـرار کـېـنم
خـبـر خـلاصـه ده، د هـــر دوښمن په کار یم
راتــه ښـايي چې ځان جـگ کـړم وخوځېـږم
کــه نـه بـیـا بـه هــم پر نـورو اوږو بــار یـم
ځـان کــه وبــاسـم د ستـونــزو لــه دې ډنــډه
نـو بـیـا خـپـلـه شـم ویـلای چې هـوښـیـار یم
چې د پوهې لار کړم خپله د سیال، سیال شم
بـیـا بـه هـر څوک راته وايي چې دې یار یم
۰۵/۱۰/۲۰۲۱
هیدرسلیف
ډنمارک