په څپو کې ژوند
چې راویښ له درانه خـــوبه، غــــــافلان کړم
درسته شــــــــــــپه لــــکه بلبل ، په چغهار یم
چې مې پوه په درد دل، صـــــاحـــبدلان شي
زه په تال و سر د ســــاز کي، هــــــغه تار یم
پاســـــــداری چی د ګلونو، د نامـــوس کړي
زه په بـــــــــوټو د چمن کې هغه خــــــار یم
نه رغیږي چـــــي می زړه د کلـــــــی کوره
ځــکه مینه کي پابند د خـــــپل نـــــــــګار یم
بی منته ګـــوهر شیندمـــــــــــــــــه په خلکو
په محفل کی ، لــــکه وریځ د نو بهــــــار یم
چی اوچت یي کړم تر عرشـــه ، محبت کې
د هغـــې مینــــــــــــــــی تر تله منت بار یم
تر ګریوانه می راځـــي د عــــــجز اوښکي
ځـــــکه پروت په اندیښــنو کې تر سهار یم
بی ارزۍ نه دا ماحـــول راته سور اور شو
لکه پروت چې ، په مجمر د سـور انګار یم
آرامی می په هیـــــڅ ملک کې مینده نه کړه
زه بی کوره ،بی وطنــــــــه ، بی دیار یم
نارامئ کې می قرار ځـــــــــان ته میندلی
د څپــــــــــــوپه دود، په ژوند کې ناقرار یم
سید عبیدالله نادر