The news is by your side.

غــزل

ښکلا سحر

0
په یوه ځای باندې ولاړ دا څو پېړۍ پاتي یوو
مونږ څلورسوه کاله وروسته تر نړۍ پاتي یوو
خلک ور وختل چکر ته عجــــیبه ده خو مونږ
اوس هم حیران حیران ښکلا ته د سپوږمۍ پاتي یوو
چي له اسمانه خدای ج تیار خواړه راولېږي خو!
بیا به هم وږي له دې خپلې بد نیتۍ پاتي یوو
اخ! موږ جنت نه کړ پیدا ستا په جنت غېږه کې
اخ! لا د کرکې په دوزخ کې زندګۍ پاتي یوو
مورنۍ ژبې، پښتو ژبې، بې جـــوړې ژبې
چي ښکلا! وې بیا نو تر چا په شاعرۍ پاتي یوو؟
(Visited 26 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.