The news is by your side.

غـــزل

ښکلا سحر

0
چې خوشبو دې تر احساسه پورې راشي
په یو مړه وجود کې ساه بېرته پیدا شي
چې دیدن مې د لمر مخي جانان وکم
په مات زړه کې مې زخمونه په خندا شي
نه! غمونه مې په تا نه پیرزو کېږي
ستا غمونه دې جانانه ټول په ما شي
چې خفه يې ،وي حرام په ما خوبونه
لږ را وګوره چې خوب راته روا شي
داسې نه چې یوه زه درپسې مړه یم
ستا به هم راته پیدا یو څه اړتیا شي
نفرتونه دې د بلې دنیا اور شي
محبت دې د تمام جهان پاچا شي
ښـــکلا! هسې به ټول عمر درسره وي
د یار غم به په مرګي درنه جدا شي
Leave A Reply

Your email address will not be published.