The news is by your side.

غـــزل

ښکلا سحر

0

چې انسان نه زېږوی اور زېږوی وچه دې شی
داسې اولاد چې هره مور زېږوی وچه دې شی

چې ځان ته شر زېږوی جنګ زېږوی غم زېږوی
چې ځان ته خواره لوی پېغور زېږوی وچه دې شی

پر سر د دغې ځمکې هره مېرمن هره ښځه
که سړی خور او ادم خور زېږوی وچه دې شی

د قاتل مور دې یو ځل بوره شی بیا وروسته تردی
داسې ځامن که دلته نور زېږوی وچه دې شی

ښـــکلا ! په ډاګه ورته وویل که دغسې خره
نور هره ترور پره هر یو کور زېږوی وچه دې شي

(Visited 50 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.