The news is by your side.

غـــــزل

ښکلا سحر

0
یوه وعده کوو؟ هو خود یې کوو
مبارزه کوو؟ هو خود یې کوو
له چا وېرېږو؟ بیخي نه وېرېږو
نو یارانه کوو؟ هو خود یې کوو
پردي مو خیر غواړي؟ نه نه یې غواړي
خپله چاره کوو؟ هو خود یې کوو
يا زه شرمېږم نوم یې نه اخلمه
هغه دغه کوو؟ هو خود یې کوو
ملا ته غوږ نیسو؟ يا نه یې نیسو
پاچا ته نه کوو؟ هو خود یې کوو
نوربه خپل حق غواړو؟ هو خود یې غواړو
مظاهره کوو؟ هو خود یې کوو
خوشاله ژوند غواړو؟ بیخي یې غواړو
مطالعه کوو؟ هو خود یې کوو
بدو ته بد وایو؟ بیخي وایو
حقه ناره کوو؟ هو خود یې کوو
داده ښکلا! پخیر راورسېده
مشاعره کوو؟ هو خود یې کوو
Leave A Reply

Your email address will not be published.