The news is by your side.

غـــــــــزل

ابراهیم ګلزار

0
چـې راشـين هـر بوټې نه کړي بهــار نه دى
چـې ګلـونه په کـې نه وي ګلــــزار نه دى
مــال دولـــت په هوښـــيارۍ ګټلـې کــيږي
چـې د چـا سـره دا نه وي هوښــيار نه دى
چـينار ښــه دى پـخــپل زور باندې ولاړ دى
د انګـــور بوټى په څــير په بل بار نه دى
ولى سخت وخت کې دې لاس راته را نه کړو
اوس لاس مـه را کــوه اوس مـې پکار نه دى
چې کـــردار د چـا ښايسـته وي په دنيا کې
بدرنګ شـوې يې هـيڅـکلـه رخـسـار نه دى
مـا ګلــــزار چـې هغه سـتا سـترګي لـــيدلـي
تر دې دمــه مـې لا زړه په قــــرار نه دى
Leave A Reply

Your email address will not be published.