The news is by your side.

لنډۍ

0 161

 

یار په دکن د سړي یاد وي
زه له وړې غونډۍ پناه شوم هېر دې کړمه

‏زما نامه په ټټر ګل کړه
‏په لېونو سپو چې ورځې نه به دې خورینه

دا زه چې تا له خدایه غواړم
په سمندر کې وچه لار غواړم مئيېنه

بخته راويښ شه دا دې وخت دی
بېړۍ غرقيږي په تخته ويلوړه یمه

بدنامه تا کړم ودې نکړم
زه دې سرټيټي تر ابده پورې کړمه

لړمون مې تورو بنګو خوړین کړو
هېره مې نکړې د قران په ایتونه

زه دې پداسې رنځ اخته کړم
نه مې هېرېږې نه مې مرګ غلی کوينه.

Leave A Reply

Your email address will not be published.