The news is by your side.

محاکات د شعر مادي علت

ښوونیار رحمت الله مبین

0

افلاطون او ارسطو د هر شي د وجود لپاره څلور علتونه مهم ګڼي، چې په عربي کې علل اربعه ورته وایي.

مادي علت، صوري علت، فاعلي علت او غایي علت.

مادي علت: دا را ښیي چې یو شی له څه شي جوړ دی؟ مثلاً کتاب له کاغذونو جوړ دی، صوري علت یې دادی چې څرنګه جوړ دی، یعني شکل یې څرنګ دی؟ فاعلي علت یې موږ ته فاعل یا جوړونکی را ښیي او غایي علت یې هدف یا موخه را ښیي چې د څه لپاره جوړ دی.

افلاطون او ارسطو له نظره د هنر ادب او په ځانګړې توګه د شعر مادي علت، اساس خټه او تومنه شاعر نه، بلکې «ممسیس» دی او دا اصطلاح د ارسطو په«بیوتیک» نومي کتاب کې راغلې ده.

په انګلیسي ژبه کې ممسیسMimesis ته په عامه بڼه امیټېشن«Imitation» یا د واقعیت هنري تقلید وایي او په ادبیاتو کې له ډېرې کارونې وروسته ورته ریپریزینټیشن«Representation» ویل شوي، چې د استازیتوب، وړاندي کولو، ځلولو، ادا کولو، پېښوو(اداکاري)، تقلید او بیا جوړونې یا بیا رغونې معنا لري؛ خو دا ټولې معنا ګانې بیا هم د «ممسیس» موخه او لازمه معنا نشي روښانه کولای او په دقیق ډول هغه مفهوم چې افلاطون او ارسطو په یوناني ژبه له ممسیس څخه اخیست، په نورو ژبو کې د ادبپوهانو له ډېرو لیکنو او څېړنو سره لا هم سم نه دی روښانه شوی؛ ځیني ادبپوهان وایي چې په عربي ژبه دا اصطلاح ډېره خوندوره ژباړله شوې ده.

د ابو بشر متي بن یونس په نوم یو مسیحي فیلسوف او ادیب چې د الراضي بالله عباسي خلیفه د واکمنۍ پر مهال یې په بغداد کې ژوند کړی، د ارسطو کتاب «بیوتکسpoetics»یې لومړی ځل عربي ژبې ته د بوطیقا په نوم وژباړه؛ هغه ممسیس اصطلاح په محاکات واړوله او کله چې بیا فارسي ژبې ته وژباړل شو، نو پیوتک د «فن شعر» او محاکات ته یې تقلید وویل. د ادب پوهانو په وینا بیا هم ممسیس په تقلید اړول سمه، سوچه او دقیقه ژباړه نه ده؛ په پښتو کې موږ تقلید ته«پېښې» ویلی شو او بوطیقا ښایي د شعر فن یا هم شعر پوهنه وژباړو. دا ځکه چې د شعر«poem» کلمه د یوناني ژبې له poiein څخه اخیستله شوې، چې د جوړولو معنا لري؛ په یوناني ژبه کې شاعر ته poet ویل شوي، چې له poietes څخه را وتلې اصطلاح ده او د حوړونکي، پنځوونکي یا که په ښه پېژندله شوې ژبه ووایو: د خالق معنا لري.

د ارستو پیوتیک لومړی ځل مولوي اسراییل او بیا قلندر مومند د نظمیات په نوم پښتو ته ژباړلی او خپله تشریح او تبصره هم پرې لري. یاد کتاب ټول ۲۶ څپرکي لري، د ادبپوهانو په وینا ښایي ځیني  برخې یې ورکې شوې وي  او یا داچې ارستو د ژوند په ورستیو کلونو کې لیکلی؛ نو نیمګړی به ترې پاتې شوی وي.

زموږ اصلي بحث د شعر په اړه ده، یا د شعر د مادې په اړه. د دې لپاره چې د ممسیس، محاکات، تقلید او پېښو ترمنځ تړاو پیدا کړو یا په ختیځو ژبو کې ورته معادله اصطلاح ومومو، نو راځئ په دې اړه د سیروس شمیسا څېړنه را واخلو:«ممسیس له Mime ریښې څخه را وتلې، چې د ادا کاري او تقلید معنا لري. په اصطلاح کې پانتومیم Pantomime په اشاروي ښوودنو کې لیدل کېږي. په پانتومیم کې بې له دې چې خبرې وشي(لکه د چارلي چاپلین تمثل ـ ژ) د لاسونو، پښو، سر او مخ په حرکتونو(ښورولو، خوځولو، پېښوو او اشاروـ ژ) سره هڅه کېږي چې د یو چا یا یو څه داسې ادا کاري وشي، چې د لیدونکي پام اصل ته واوړي. دا ډول اداکاري او تقلید، که ډېر استادانه(ماهرانه) وي؛ نو هنرمن د لیدونکي لخوا ستایل کېږي، مینه ورسره ښیي او د هنر یا مهارت تر اغېز لاندې یې راځي. ښایي میمون(بیزو) کلمې لومړی جز هم له همدې Mime څخه اخیستل شوی وي؛ ځکه چې بیزو هم کولای شي د انسان پېښې وکړي. ځیني وختونه ممسیس په کاپي Copy هم ترجمه شوې او په زړه پورې خو داده چې په زړه پاړسي کې کُپي د بیزو معنا لري:

شب زمستان بود و کپي سرد یافت

 کـــــــــــرمک شبتاب ناګهان بتافت

رودکی

اوس تر ډېره ممسیس په representation ژباړل کېږي، چې د بیا وړاندي کولو، ځلولو او پرانستلو معنا لري.

د ممسیس کلمې د بېخچي درک لپاره لپاره باید هغه د مسلمینو له نظره وڅېړو. ابوبشر متي په(۳۲۹هـ ق کې مړ) چې د ابو نصر فارابي استاد و، له یوناني او سریاني ژبې څخه عربي ته د آثارو په ژباړه کې یې لوی لاس درلود، په ځانګړې توګه د ارسطو د بوطیقا«Poetics» ممسیس یې په«مُحاکات» ژباړلی، چې یو دقیق او روښانه تعریف دی او فکر نه کوم چې په بله ژبه کې د ممسیس لپاره دارنګه مناسب معادل غوره شوی وي. د محاکات ریښه حکي ده، حکي یعني د یوې چارې حکایت(کیسه) کول، هغه په داسې ډول را سپړل چې ذهن اصلي لوري ته واوړي، د یو شي ورته مثال راوړل.»(۱)

افلاطون او ارسطو چې ممسیس د هنر یا ادب او شعر اساس ګڼي او موږ یې په محاکات پېژنو، یا د یو چا د تقلید، پېښوو یا حکایت کولو داسې انداز چې ذهن اصل ته واړوي او هنرمن خپل عواطف یا احساسات نورو ته سم دم ور انتقال کړي؛ خو دا حکایت هغه (داستان ـ کیسه) نه ده چې تاریخ ته ورته وي، مثلاً کومه بده یا ښه تاریخي پېښه موږ اغېزمنوي او په مستقم ډول لوستونکي یا اورېدونکي ته وړاندې کېږي یا مخامخ د یو چا حالت اغېز راباندې کوي. استاد روهي وایي:« که یو څوک ژاړي او د هغه ژړا نور خلک متاثر کړي یا له درده زګېروی کوي او د خلکو د تاثر او خپګان سبب شي، دې ته هنر نه ویل کېږي. هنرمن هغه څوک دی چې خپل ریښتیني احساسات او انطباعات په هنرمندانه توګه(د حرکتونو، اوازونو، رنګونو، او کرښو په ذریغه) نورو ته ور انتقال کړي. په دې اساس هغه شخص هم هنرمن نه دی، چې په زوره(د مجبوریت له مخې) خاندي او نور هم په خندا راولي یا په تصنعي توګه زګېروي کوۍ او خلک متاثره کوي. د دې نظریې له مخې د (تولستوی ـ نظر دی) د داستان کرکترونه باید لومړی پخپلو ځانونو کې د واقعي اشخاصو باطني احساسات وروزي او بیا یې نورو ته ور انتقال کړي. د مثال په توګه، که یو ماشوم لېوه نه وي لیدلی؛ خو د لېوه څخه ډېر وېرېږي او دغه وېره نورو همزولو ته په داسې الفاظو او دغسې وېروونکو صحنو کې څرګنده کړي، چې نور ماشومان هم د وېرې احساس وکړي، ویلی شو چې نوموړی ماشوم هنرمن دی.»(۲)

افلاطون او ارستو په دې یوه خوله دي، چې د هنر ماده ممسیس یا محاکات دي؛ خو په اصل کې د دوی نظریات معنوي توپیرونه سره لري. افلاطون محاکات یا تقلید بد ګڼي او د طبیعت، ژوند او پیښو له کاپي څخه د بیا کاپي کولو په پایله کې د هنرمن یا شاعر په اړه وایي چې دوی له حقیقت څخه دوه ځله لرې کېږي، په دې اړه افلاطون د مثُلو نومیالۍ نظریه لري؛ خو ارسطو دا کاپي کول هوبهو یا مستقیم تقلید او کاپي نه ګڼي،«د هغه په اند شاعر چې کله د ژوند نقل کوي؛ نو د ژوند هغه ضروري برخې، چې اړینې ورته ښکاري، موږ ته یې وړاندې کوي، غیر ضروري خواوې یې نه را اخلي. یو انځورګر که موږ ته د ځنګل یوه منظره ښیي؛ نو هغه هغه د ټول ځنکل تفصیلات نه راته وړاندې کوي؛ بلکې هغه اړین تفصیلات راته ښکاره کوي، چې موږ ترې د ځنګل تاثر اخیستی شو. دغسې که یو موسیقار موږ ته کلیواله سندره اوروي، نو دا هیڅ ضروري نه ده چې هغه دي په خپله نغمه کې د کلي د ژوند د ټولو تفصیلاتو نمایندګي وکړي؛ بلکې هغه به یوازي موږ په هغه احساس کې شریکوي، کوم چې ده د کلي له ژوند نه اخیستی دی.»(۳)

ارستو باور لري چې شاعر به هرومرو د یوې پېښې د انځورولو په وخت کې یا لکه څنګه چې وي، هماغسې به یې وړاندې کوي یا به زیاتی او کمی پکې راولي. که یې له خپلې کچې زیاته انځورګري وکړه؛ نو تراژیدي ده او که یې کموالی پکې کړی و، نو د ارستو په اند دا کومیډي ده.

د مثال په توګه: شاعر په خپل کلام کې د پسرلي ښکلاوې را اخلي او خپل احساسات ورسره ګډوي، هغه که د پسرلي زیاته ستاینه کوي او یا کمه؛ همدارنګه کولای شي یوه موضوع په ښه یا بد ډول انځور کړي، په دواړو حالاتو کې هنر پکې شته، په دې شرط چې خپل احساسات ورسره ګډ کړي او په هنري ډول انځورونه په لفظونو کې داسې وړاندي کړي، چې په لوستونکي او اورېدونکي اغېز وکړي، هغه وهڅوي، عواطف یې را وپاروي او مینه یا خپله علاقه ورسره ښکاره کړي.

د حقیقتونو او معلوماتو وړاندې کول په علمي ژبه، تاریخ او فلسفه کې د هنر په څېر نه وي، په علمي ژبه کې موږ چې څومره حقیقت ته نژدې کېږو، هغومره خوند اخلو، خو هنر دغسې نه دی، دلته له حقایقو داسې پرده اخلو، چې یوه بله پرده لا پاتې وي؛ خو څرک یې راته معلوم وي او موږ یې حس کړو یا په اړیکو پوه شو، هنر هغه دی چې د نامعلومو شیانو داسې درک وکړو، لکه موږ ته چې مخامخ وي یا مو په لاسونو کې وي او یا یې په پنځو واړو حواسو درک کوو؛ مثلاً که موږ د جنت په اړه خبرې کوو یا یې اورو؛ نو جنت خو چا نه دی لیدلی؛ خو د هنرمن معلومات د جنت له هوا، فضا، طبیعت، شاتو او شېدو څخه باید په داسې انداز وي، چې اورېدونکی یې په عین نشتون کې شتون احساس کړي، ځان پکې وویني، هغه شېبه ژوره ساه واخلي، سترګې پټې کړي، سپوږمې کش کړي، لاسونه وغزوي او یوه شېبه له خوندونو ډک آرام وکړي، خوله وچړپوي او ستونی کېکاږي… یعني هنر د حضور او غیاب ترمنځ د اړیکې جوړولو وسیله ده…

سرچینې:

۱ـ شمیسا، سیروس. نقد ادبی.

۲ـ روهی، محمد صدیق. ادبي څېړنې. دانش خپرندویه ټولنه.

۳ـ مومند، قلندر. د ارسطو نظمیات.

(Visited 11 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.