The news is by your side.

مهاجر عطرونه

نور محمد لاهو

0
ته چې کوم پلو به تللې
طاووسانو به له ځالو درکتلې
د لمر ګل به شو په شک کې
لمر په ځمکه څنګه ګرځي ؟
اورنګونو به غبار کې ونیولې
نیلوفر به د اوبو په مخ چترۍ شو
ستا ښایست به ترې راتاو
کړۍ کړۍ شو
+ + + + + + +
او اوس هم چې کله ګرځې
سپرلی اوس هم درپسې وي ؟
طاوس اوس هم ستا د سترګو تصویرونه
خپلو بڼو کې ساتلي ؟
ګلان ځان درباندې شیندي ؟
که باروتو
د وطن واړه عطرونه مهاجر کړل ؟
او که جنګ لاهم لګیا دې زړونه ریبي
تورې سترګې دې هماسې ښایسته دي ؟
له سرو شونډونه دې اوس هم عسل څاڅي ؟
او مچکې یې هماغسې تودې دي ؟
چې مسکۍ شې په سرو شونډو دې هوا کې
په سره رنګ لیکې جوړیږي؟
ته اوس هم په شنه پیاله کې د تریخ چای
هغه دوه ډکې قاشُقې د بورې یې ؟
ها سړي چې رسمولې به کوترې
او ویل یې : دا وطن ډير ژر جوړیږي
ها ژوندی دی ؟
عسکر اوس هم په خیالو کې
د خپل کور د بام د پاسه
د کارغانو دورې شماري ؟
د طالب چاودلې شونډې
یبلې پښې د وارو منځ کې
د ټوپک د اور تودوخې ته تخنیږي ؟
خوشحال خان د چا په یاد دی ؟
اشرف خان هجري لاهم هند کې بندي دی ؟
دا سندره اوس هم وايی :
قاصدان له روهه رانغله مدت شو
سلام باد رارسوي منت یې تم دی
(Visited 51 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.