The news is by your side.

مینه څه ده؟

الحاج استاد عمر پاڅون

0

له خپل سره تېرېدل دي

له هېواده ځارېدل دي

له ملته قربانېدل دي

خدمت ته یې تیارېدل دي

خوځېدل دی که لوېدل دي

پاڅېدل دي پرمختګ دی

تر منزله رسېدل دي

له خپل خدایه ویرېدل دي

خواهشاتو رژېدل دي

عام انسان ته رسېدل دي

په ویاړونو اوسېدل دي

په ویاړونو یادېدل دي

Leave A Reply

Your email address will not be published.