The news is by your side.

نظم

ملاله کلیواله

0 28

شرانه د غره له څوکې رابهېږي
ته وا ستا د مخ شغلې دي چې ځلیږي
او زما له سترګو ورو ورو فنا کیږي
مازدیګره څنګه یخ شمال لږیږي
لکه ونه زېړ خزان وهلې پاڼې
چې رپیږي او وچیږي را غورځیږي
زما ژوند دی چې همداسې تصویریږي
وا زیړیه مازدیګره څه چل کېږي؟

چې د زړه درد مې لا نور پسې زیاتیږي
د چا ستر ګې دي چې  سترګو ته مې کیږي
او د زړه درزا مې سات په سات  ډېریږي
دچا یاد دی چې له زړه مې چاپیریږي
له ژړا سره مې دوه شهبازې سترګې
څاڅکې څاڅکې لکه شګه راشړېږي
مازدیګره د تندي خال مې ورانېږي
دلته تاندې تاندې هیلې مړاوې کېږي
او د زړه دنیا د هر سړي ورانیږي

 راځه لاړ شو د نفرت له ښاره لرې
داسې ځای ته چې د ژوند ډېوې بلیږي
په کېږدۍ کې اوېزاند لاټېن ځلېږي
د سهار پرخې مې دواړه مخه ښکل کړي
په تندې باندې مې تور پیکی رپیږي
لکه تور پیکی د شوخې مستې پېغلې
مړوندو باندې مې شنه بنګړي شرنګیږي
او خبرې مو د جګو غرو سرو ته
د چنار لېونو څانګو کې مستېږي
او د زړه په سور پالنګ کې تنکۍ هیلې
د کعبۍ په شان نڅېږې او غوټېږي

Leave A Reply

Your email address will not be published.