The news is by your side.

نظم

مطیع الله تراب

0
مورې چېرته يې مر یض یم
د خولې خوند مې لکه خاورې
ټول هډوکي مې خوږيږي
نېږدې چاته ورتلی نشم
هېڅوک نشته چې مې سر راته چاپي کړي
ګولۍ هم خوړلی نشم
چې بېخي زیاتې ترخې دي
څو ياران مې ډاکټران دي
سپارښتنې يې منمه
ادرک چای کې ګډومه
د لیمو شربت هم څښمه
ستا د ګوتو تداوي هم ازمایمه
یوه هګۍ مې نیمه جوش ده
تور مرچک مې ورګډ کړي
خو تر شونډو يې وړی نشم
مورې زړه مې ترې بدېږي
ستا خبره شوه راياده
هله ژر شه نازوليه
دواړه سترګې دې کړه پټې
فقط يو ګوټ ترېنه وکړه
خو ولاکه يې خوړی شم
زړه مې بل ډول بدېږي
په ځان بله تداوي کړم
لمدې رنجې په تندي ږدم
یو ګیلاس اوبه راخلم
ستا نوم زر وارې پرې وایم
نو سهار ماښام يې څښمه
زه باور لرم ادکې
له همدې سره ښه کېږم
Leave A Reply

Your email address will not be published.