The news is by your side.

همیم د نویو تخلیقي تجربو شاعر

نعمت الله صدیقي

0
 معاصره پښتو شاعري عموماً له یوه عبوري دور تېريږي، په دې مانا چې هر ورځ یې تقریبا د یو نوي شاعر په زیاتیدو د شعر مزاج او انداز له زوړ یا معاصرې شاعرې نوی او مختلف وي، ښايي همدا علت وي، چې کره کتونکي د ښو او معاصرو شاعرانو د ارزښت په تعیین او ټاکنه کې له خورا احتیاط کار اخلي.
د معاصر شعر د ورستي دور په شاعرانو کې د ممتاز اورکزي شعر داسې یو منفرد مقام لري، چې له ده ورسته شعر لیکل د تخلیقي وړتیاوو بېخي اخري حد دی، ځکه نو اوس یوازې عام معاصر شعري تمایلات او ارزښتونه نه دي، چې له معمولي صلاحیتونو سره دې وپالل شي؛ بلکې بېخي د ډېرو ژورو تخلیقي او حسي تجربو ریاضت ورته ضروري دی.
پورته دواړه خبرې د حفیظ همیم جلالزي د نوې شعري مجموعې (ما وې لرې رانه مه ځه) په اړه توجیه کوم. زموږ د معاصر شعر په اړه اکثر قضاوتونه د سوشل رسنیو په اساس دي، په داسې قضاوتونو کې ممکن د همیم په څېر ښه شاعر ځکه نه وي، چې د همیم شعر په دغه عام رسنیو کې په منظم ډول نشته او زه فکر کوم دا زموږ قضاوتونه سطحي کوي. د دې مجموعې د غزلونو او نظمونو له نیټو معلومېږي، چې زماني دوره یې تېره لسیزه ده او په تېره لسیزه کې زموږ معاصر شعر له ګڼو معنوي او فني یا سبکي تجربو راتېر شوی دی، جالبه دا دی، چې همیم په دې نویو فني او سبکي تجربو کې شامل شاعر دی. دی د خپل غزل په اړه یوه خبره کوي:
ته مې لېدلې کلیمو رانه نفرت نه کاوه
ما په همدې خاطر غزل ته ریاضت نه کاوه
د همیم غزل او شاعري رښتیا هم لکه د یو چا د کتو محصول چې وي، زیاتره برخه یې روماني شاعري ده، مانا دا چې د مینې او عشق موتيفونه او مظامین یې د شعري تمایل خاصه ځانګړنه ده، چې زموږ په زړو ادبي بحثونو کې به یې هنر د هنر لپاره اصطلاح ورته کاروله. په دې ډول شاعري کې اوس د مانا او منځپانګې یا په عامه مانا د خبرو او مضمون له تکرار او کلیشو سره سړی ډېر مخ کېږي؛ خو لوی او منفرد شاعر همغه څوک دی، چې دا ډول تکرار او کلیشې ونه لري. همیم په دې برخه کې نه یوازې دا ډول تکرار او کلیشې نه لري؛ بلکې د دې مظامینو او خبرو نوې پېرایې هم لري؛ یعنې د ده رومانې تجربې خپلې دي او زه فکر کوم دا هغه خصوصیت دی، چې د همیم شعر ته یې خپل ځانګړی هویت ورکړی دی.
چې په خندا شې رانه مه پوښته، چې خوښه دې یم
هسې نه ووایم چې نور مې جنت نه دی پکار
د همیم د شاعري دا تجربې د کیمیت له پلوه بې سارې دي او کمال یې دا دی، چې د دې  شعري تجربو کیفیت له کیمیت ډېر ښه دی. د خبرو او خیالونو د افادې روان او سلیس طرز یې د سبک هغه ځانګړنه ده، چې ډېر ناممکن او ژور مضامین یې هم په نرمو او پستو پیرایو اړوي دي.
په المارۍ کې د چا نښې ساتل هم عذاب دی
چې ورته ګورې لکه څوک چې مصیبت ته ګوري
ـــــ
چې ترې راووتم ایرې غوندې بادونو یوړم
چې خپل وجود ته شوم راستون یوه لمبه مې حس کړه
ـــــ
کله کله ځای غواړي ژړا ته نه یې مومي
وي څه عجیبه ضرورتونه د سړي
ژوند لکه وطن غوندې خړ پړ دی خو بیا هم
خوښ یې شي دا ځينې منظرونه د سړي
د اوسنیو شعري تیوریو له مخې د ښه شعر یو بل مهم ارزښت دا هم دی، چې ژبه یې استعاري ځانګړنې ولري، استعاري ځانګړنې په دې مانا چې شعر د خپلې یوې مانا ترڅنګ ګڼې نورې یا ضمني ماناوې هم ولېږدوي؛ یعنې لفظونه او کلمې د خپلو دقیقو ماناوو د کاورنې ورا اخوا د ضمني ماناوو ظرفیت او امکانات هم له ځانه سره ولري، لوی شاعران په همدې اساس لوی دي، چې شعر یې د زمان او مکان یا د محدودو ماناوو په لنډو تنګو چوکاټو کې نه وي ایسار؛ بلکې د ژبې د استعاري ځانګړنو پر بنسټ او هنر د ګڼو ماناوو امکانات لري.  همیم د همداسې شعري افادې شاعر دی، چې د شعر زیاته برخه پیرایه کې یې همدې تمایل ته توجه کړې او شعر یې د یوې مانا پر ځای ګڼې ضمني ماناوې هم افاده کوي.
د همیم په شاعري کې دې ته ورته یو به بل ډېر واضح او څرګند خصوصیت دا هم دی، چې د لفظ تخلیقي استعمال پکې د یوه خورا مهم شعري ارزښت په توګه پالل شوی دی؛ یعنې لفظونه یا کلمې داسې شاعرانه شوي دي، چې د مانا وچ کلک خاصیتونه یې په ځان پسې شاعرانه کړي دي، په بله وینا ماناوو ته یې شاعرانه او تخلیقي ځانګړنې ورکړي دي، مثلاً په لاندې څو بیتونو کې عام او ساده ماناوې د کلمو د تخلیقي استعمال له مخې داسې شاعرانه شوي دي، چې که هیڅ خیال هم پکې نه وای بیا به یې هم د کلمو ترکیبې او تخلیقي ارزښت ثابت وای.
سهار راټوله، ماښام شي رانه خوره زندګي
هیڅ نه پوهېږم چې دا څه کړي راسره زندګي
یا به یې باد ته سپارم یا د سمندر اوبو ته
لاس کې دې راکړې لکه یو موټی ایره زندګي
د معاصر شعر ژور لوستونکي پوهېږي، چې تخلیقي تجربې یوازې د منځپانګې او مانا طرز نه دی؛ بلکې هغه شاعرانه جوهر ته ویل کېږي، چې د خبرو او هنر ګډه پيرایه پکې په داسې بڼه وړاندې شوې وي، چې حتی له دې پيرایې وړاندې نه دا خبرې په تېر  شعري روایت کې موجودې وي او نه یې د طرز او سبک اوزار او وسیلې زړې وي. د همیم شعر له همداسې نویو تخلیقي تجربو ماله مال دی، چې هم یې سبک نوی دی او هم یې د خبرو نااشناتوب ځانګړی دی. د اوږد بحر دا غزل یې بېخي د لوستلو وړ دی:
ما ازمویلې له تا نه یم خبر، د ځينو خلکو به خندا مثلاً
سړی محسوس کړي ولې داسې غرور، لکه چې فتحه کړي دنیا مثلاٗ
جنت که هر څه و ادم به پکې، ښايي و خپل یوازېتوب وژلی
که نه غنم وای راشین شوی ورته، نه یې لېدلې وای حوا مثلاً
دې سړي مینه څه ساده تعریف کړه، وې یې زما تجربه دغسې ده
ګوتې د لاس دې په سګرېټ وسوځي، چې پسې وا دې خلي سودا مثلاً
څوک به په کوم زړه ترې نه ځان راټول کړي، څنګه یې وباسي له ذهنه سړی
ستا په سر لاس ونیسي لوند چې نه شي، باران ته ودرېږي دا مثلاً
هیڅ موسیقي کې نشته دا کیفیت، چې یار دې لاس په لاس کې ونیسي او
یو نری درد دې په رګو کې تېر شي، واورې د خپل زړګي درزا مثلاً
د سمندر پر غاړه هر څوک کېني، څوک په مقصد د هېچا نه پوهېږي
چې کوم یو نیت د ځان وژنې لري، څوک انتظار کوي د چا مثلاً
یوازې دا غواړې چې زړه دې تش کړې، ستا کیفیت د ژړا نه دی په کار
که در په کار د چا اوږه نه شوله، همیمه وخت کې د ژړا مثلاً
د همیم د شعر طرز یا سبک په لومړي وار یا سرـ سري لوستنه داسې ښکاري، چې عموما د درویش دراني شعري پېرایې ته ورته دی؛ مګر ژوره لوستنه یې دا ثابتوي، چې دا سبک ځینې خپل ځانګړي خصوصیتونه هم لري؛ مثلاً د ده د سبک ډکشن (د لفظونو ځانګړې کارونه) بېخي منفرد دی، چې پورته خبرو کې مو هم یاده کړه.
زما په فکر دغه څو ځانګړنې که په رښتنې مانا یو شاعر ولري؛ نو ولې یې بیا په لویوالي کې شک وکړو؟ دا  هغه خصوصیتونه دي، چې د تخلیقي وړتیاوې له پلوه پرې ژبه او ادبیات ویاړ کوي. همیم زموږ د پښتو ژبې او شعري بهیر د همداسې تخلیقي وړتیاوو او نویو تجربو شاعر دی، چې زموږ ژبه، ادبیات به یې په شتون وویاړي.
(Visited 28 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.