هېڅ بې ژبې ژبور دی
هېڅ بې شوره شورماشور دی
هېڅ عجب بې شتونه شته دی
هېڅ جالب شاعرانه دی
هېڅ تر ټولو بې جنجاله
هېڅ تر ټولو بې آزاره
هېڅ تر ټولو ښه ملګری
هېڅ په ذات کې سوله سوله
هېڅ په خوی کې نرم نرم
هېڅ چې څه و، بس هغه دی
تر رڼو اوبو تازه دی
ما د هېڅ تجربه کړې
که آرام ته مې زړه وشي
یو ساعت په هېڅ کې ډوب شم
یو ساعت د هېڅ مېلمه شم
یو ساعت مې فکر هېڅ کړم
زه د هېڅ غوندې بې شوره
ما د هېڅ ثمر لیدلی
هېڅ زما په وچ فکریو
سم باران را اورولی
هېڅ په خپلو پلوشو کې
زما ذهن لمبولی
زه په هېڅ نه منکرېږم
دومره هېڅ په ژوند کې شته چې
ته وا ژوند له سره هېڅ دی!
زه له هېڅه نه خلاصېږم
هېڅ زما په خوب راګډ دی
هېڅ زما په ساه راخپور دی
هېڅ زما د ذهن برخه
هېڅ زما په کور او کار کې
هېڅ زما په لور او لار کې
زه په هېڅ باندې خوشحاله
زه په هېڅ باندې ډاډمن یم
زه په هېڅ پورې نښتی
زه په هېڅ باندې شتمن یم
ما د هېڅ نوبت نیولی
زه په هېڅ کې لوبېدلی
زه له هېڅه پرته هېڅ یم
ما د هېڅ لمن نیولې
زه په هېڅ باندې عادت یم
هېڅ زما بې پروایي ده
هېڅ زما مقاومت دی
هېڅ زما د بري لاره
هېڅ زما د نجات څلی
ډېرو خلکو ته هېڅ وایم
هېڅ، زما ډېرو ته ځواب دی
زه د هېڅ مورچل کې ناست یم
ما ته هېڅ ډېرې خبرې
هېڅ زما قاطع دریځ دی
هېڅ زما یاغي ګوزار دی
زه د هېڅ په تول تلمه
بې ارزښته ارزښتونه
زه د هېڅ په جال کې نیسم
بې الوتو وزرونه
ما د هېڅ روایت کړی
ما دی هېڅ راغږولی
زه د هېڅ په لټون سر یم
زه د هېڅ لپاره لیکم
خپل تر ټولو ښه شعرونه
زه د هېڅ لپاره مومم
قافیې او ردیفونه
۱۳۸۹/۹/۵