The news is by your side.

پردیسي

سرلوڅ مرادزی

0

توره تیاره ده
چاپیر تورتم دی
اوسم ځنګل کې
پردی وطن دی
خوب دی تښلی
زړګی مې تنګ دی
+++
د کلي سپو
غپا نه اورم
اشنا مرغانو
چڼا نه اورم
نه د کاروان
ترپا ترغوږ شي
یوه چوپتیا ده
له ډاره ډکه
یوې بدیا ته
لاره ده ورکه
+++
هرخوا چې ګورم
بله لار نشته
هر لور چې ښورم
چاره هم نشته
باید دلته اوسم
تر نامعلومې
که خوښ وم خوښ وم
که خورم زړه ویني
چیری به لاړ شم
له پردیس خونې
+++
د جنګ په اور کې
وطن لا سوځي
ولس له جګړې نه
ستړي تر پزې
سوله ده لیرې
دېو د جنګ مست دي
د ولس په وینو
طفیلي هست دي
سوله هم نه شي
په تش خبرو
د جنګ پای غواړي
سوچ د ککرو
+++
برخلیک بد شو
دلته پردیس شوم
دلته مې کور شو
دلته مې ژوند شو
که مې بد ایسي
یا مې خوښیږي
ریښې د ملک مې
ټولې نړیږي
دا برخلیک شو
اوس نه بدلیږي

(Visited 29 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.