The news is by your side.

په مات زړه

عبدالهادي هادي

0
ستا په یادونو، زما په زړه دې خاورې واړولې
ګلې! د ژوند په هر یو څه دې خاورې واړولې
چې ستا خندا او ترنم ورځنې کډه وکړه
زما په بیخونده ژوندانه دې خاورې واړولې
هره تڼۍ ، هره ریښکۍ یې وه په اوښکو لمده
د یو مین په ګریوانه دې خاورې واړولې
په هره ساه کې یې بې واره، د چا نوم یاداوه
په یو مظلوم، شهید مرغه دې خاورې واړولې
هغې چې ستا هرې ادا ته یو غزل ویلو
کاپرې اخ! په هغې خوله دې خاورې واړولې
اوس د هادي د ژوند مرثیه لیکه او ژاړه ورته
د خپل شاعر په مات مات زړه دې خاورې واړولې
(Visited 60 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.