The news is by your side.

پښتانه

عیسی بهرام

0

پښتانه دي يو هابیل دی بل قابیل دی
بس یو نیم په کې ویده غوږ کې د فیل دی
شل رقمه مسلمان شل طریقې دي
بیا هریو سره جدا جدا دلیل دی
په ظاهره سپن لباس د سالکانو
به باطن کې خلیفه د عزازیل دی
دنیا چرته خلک چرته دا لاهسې
په خپل ځېل کې خوار او زار دی او ذلیل دی
قیامت یې هره ورځ د ژوند حصه ده
لا په تمه د شپېلۍ د اسرافیل دی
په خیلونو او قومونو نسبونو
ویشل شوي څوک کم اصل څوک اصیل دی
چې ټوپک او تومانچې ته کله لاس کړي
په هغه شېبه یې عقل بیا تعطیل دی
د پیسو په مقابل کې لکه موم دي
لوستي شته په کې نالوستی یې وکیل دی
دغه درې فرقي له حده په کې زیاتې
یا طالب دی یا شاعر یا سرسبیل دی

(Visited 69 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.