The news is by your side.

پښتانه

استاد عمر پاڅون

0

دیموکراتیکه جرګه مار دي پښتانه

میلمه پاله ډوډي مار دی پښتانه

په دوستۍ کې له خپل سره ځنې تیر دي

دښمنۍ کې جګړه مار دی پښتانه

ازادي او خپلواکي د دوی ژوندون دی

غلامۍ ځنې بیزار دي پښتانه

که د ستونزو سره څومره مخامخ شي

حوصله مند او برده بار دي پښتانه

هو یې هو او نه، یې نه ده تر اخره

په وعده کې وفادار دي پښتانه دي

د نیکۍ احسان به هیڅکله هیر نه کړي

احسانمند او منت بار دي پښتانه

ما ترې سل ځله لوګی او سپلنی کړې

د (پاڅون) ټول افتخار دي پښتانه دي

(Visited 118 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.