The news is by your side.

ژبه

الحاج استاد عمر پاڅون

0

ژبه وطن ژبه ملت دی

ژبه تاریخ او ثقافت دی

په ژبه ژوند کوي قومونه

ژبه پیژند او معرفت دی

ژبه کلتور ژبه تهذیب دی

الله له لورې یو نعمت دی

ژبه نیول او خلاصېدل دي

ژبه دوزخ ژبه جنت دی

ژبه دنیا ژبه کې دین دی

فرض يې په ټولو یو خدمت دی

ژبه ژوندۍ وي ولس ژوندی وي

چې ژبه مړه شي مړ یې ملت شي

ژبه یووالی د قومو د پرګنو ده

ژبه اتحاد دی اتفاق او وحدت دی

ژبه ساتونکی د ټول کور ده

په (پاڅون) ګرانه لکه د مور ده

Leave A Reply

Your email address will not be published.