The news is by your side.

ژوندون څه دی؟

نورمحمد لاهو

0
ټوله ورځ د ټلویزیون د چاینلونو اړول رااړول دي
یو تکرار غوندې خبر دی
په بدل شکل ورځپاڼو کې خپریږي
هره ورځ د خپل تابوت له نري چاکه
د خپلواکو انسانانو هر یو ګام په ځیر شمیرل دي
د هغه کتاب په زر ځله لوستل دي چی لوستونکی یی په ژبه نه پوهیږي
ژوندون څه دی ؟
راروانه ښایسته توده خولګۍ ده
مساپر ورته په خیال کې خپل غومبوري دی نیولي
ژوندون څه دی ؟
یو ایمیل دی ښایي راشي یا رانه شي
د خواږه آشنا له لوري.
د سیګریټو یو ډبی دی
چې په ډډو یې د چا د تیلفون شمیرې
په لاس دي لیکل شوي
ګړۍ وروسته کثافاتوته ورلویږي
ښايي ژوند زما وطن کې
هر مین ته د دلبرې
په باروتو باندې جړ خیرن اوربل کې
د کوکنارو ګل ټومبل وي
مازیګر د یوه نوي قبر خواته
د چلم له سرخانې څخه د بنګو
په لوګیو خپل هیواد ته
یوې نوې شان نخچې انځورول وي
(Visited 215 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.