The news is by your side.

ښامار

عبدالغفور لېوال

0
د پانګې تک تور ښامار
پرولتاري دیکتاتور داسې ونغړ
چې ور سره یې تر ملا سره چاړه هم تېره شوله
چاړه تاویږي راتاویږي او مراندې ریبي
ښامار خپل سره زخمونه بیا وڅټل،
د تکې تورې افریقا ماشوم بیا خوب ولید د سپينې ډوډۍ
او د افغانې کونډې زوی، یو ځلې بیا وموسېد
د خپل تابوت له ماتې څنډې یې د مور سترګو ته ځير وکتل
“شکر چې اوښکې نه شته”
عسکر ډاډه ویده شو.
او ټپي شوي ښامار بیا پر (کاپیتال) له خولې نه اور وشینده
شیخ د سرو زرو پر کمود ناست دی
او د ښامار د سپینې لور سینې ته لار لټوي
ښامار د سرې چړې زخمونه څټي
ټپي سوریې د خپلو ماتو ګوتو سوک پورته کړ
او روستی مېخ یې کوږ وږ
د مدنیت پر وراسته شوي تابوت ننه یوسته.
چین لا لګیا دی او شیخانو ته د سرو زرو ټټۍ جوړوي
په “مک ډونالدز” کې د بامیان د کچلو چپس نه شته
شیخ مک ډونالدز نه “ویاګرا” غواړي
چې د ښامار د سپینې لور پر سینه وښوریږي…
ښامار نه خپله سپینه لور هېره ده
ټویټر بندي دی او فیسبوک تړلی
ښامار په ژبه خپل زخمونه څټي
پانګه لولۍ شوه د خپل زوی پر پالنګ وختله
ښامار بیا پانګه ابۍ بلاربه کړله
ښامار د خپلې لولۍ مور له ګېډې نوي بچي وزېږول،
داسې بچي، چې په خپل ځان پورې بمونه تړي
داسې بچي، چې خپلې خویندې لکه مینځې پلوري
او تر ” نکاح الجلاد” روسته یې قفس کې په لنبو سوزوي.
هو! نړۍ ټوله مینه مینه ده
هوس هوس ده
شیخ د ښامار پر لور میین دی
او ښامار پر خپلې پانګې ابۍ بربنډ پروت دی.
د پانګې تور کوڼي د خپلو خویندو تي غوڅوي
سوریه په ګرمو (بازارونو) کې د خپلو باکره پيغلو لیلام ته ناسته
افغانه مور ګریوان څیرلی، بې حجابه راغله
د خپل سرتیري جنازې ته لیونتوب نڅوي
اخوند له ویرې یا خوښۍ څخه سینه دربوي
نړۍ هوس هوس ده
او چین لګیا دی لا شیخانو ته د سرو زرو موګي جوړوي
په مک ډونالدز کې ویاګرا او کانډوم غبرګ خرڅيږي
او ماشومان ټوپک په لاس (پب جي ) کې یو بل وژني.
ښامار زخمونه څټي
شیخ پر کمود ناست دی.
٧ ۔ جنوری ۲۰۲۱
(Visited 29 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.


cheap jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap jerseys