The news is by your side.

کابل کې ژوند لا روان دئ

عبدالرووف لیوال

0

کابل کې ژوندلاروان دئ

بسونه ډک، ځوانان لاهڅاند دی

هلته پشه کال په رارسیدو دئ، هغوی

خپلې لکۍ ته له غوسې ، خوله اچوی

او وایی : ولې ژوند لاروان دئ؟

خپلو ګوډاګیانو ته په قهر دئ

له غضبه، ورته وایی! څه بلا وهلی یاست؟

هزارګان ووژنی ، لاخو ډیردی.

خپلو سپو ته وایی : ولې بجلۍ شته؟

سړکونه لاهم پاخه دی ، پلونه جوړ.

او تاسو شوده ګان! لانیغ، نیغ ګرځی

کابل کې، ژوند په درز کې روان دئ

عبدالرووف لیوال . هرات –غبرګولی۱۲مه

Leave A Reply

Your email address will not be published.