The news is by your side.

کاپي شوی رنګ

نور محمد لاهو

0
ته یوازې یوه پاڼه
د ګل پیغله لمده څانګه
دزرغون الماس په پیو
لویه شوې ونه نه یې
ته تیاروکې را شین شوي سپین ځنګل یې
چې مې کله په وزرونو باور کم شي
په لاسو دې مرغۍ کیږم
+ + + +
دشپیلۍ په سوې ژبه
راشین شوی یکه زار او ټپه نه یې
ته مې یونَیستان چیغې د خاموشې زندګۍ یې
+ + +
ته یوازې یوغږ نه یې
ته یوپوست مهین موزیک یې
د سازونوپه تارونو
او د پاڼو په شنو ژبو
د مرغانوپه سندرو
د غنمو د موجونو په غږونو کې ټوکیږې
* * * * *
ته یو ښکلی تصور او رنګین خیال یې
چې د رنګ، رڼا او غږ په پستو ګوتو
په ژوندي انځور بدلیږې
+ + +
د لاجوردو له لمنې
راپریوتی ستوری نه یې
ته خوماته د لاجوردو ټول کمیس او ټول آسمان یې
ته یوازې د شاعرله تږو سترګو څڅیدلې
یوه ښکلې
او منظومه اوښکه نه یې
ته د ژوند د ښایستونو
ته دمینې
د زرګونو کتابونو یولنډیز یې
ته د حُسن یو زړه وړونکی ښکلی رنګ یې
چې لاهم دپسرلي
هر یوه ګل ته کاپي کیږي
+ + ++
د بنسټ ښکلې ډبرې !
ګوره پام چې کوږدیوال مې
بی تاهسې هم رپیږي
زه په ځمکه نه ړنګیږم
زه د اور له ژیړو ګوتو څخه لیرې
لکه شنه ایره دګل په پسرلي کې
د یوباد سپینو لاسو ته
د نکریزو پاڼه کیږم
زه په ځمکه نه ړنګیږم
زه د باد په لویو دښتو کې خښیږم
(Visited 26 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.