The news is by your side.

کرونا ته قصیده

عبدالمالک بېکسیار

0

شف شف نه سم شفتالو حالات خراب دي
مرۍ بندې د تالو حالات خراب دي
کرولا* ده لا که بله څه بلا ده ؟
له لمنې ټول چالو حالات خراب دي
مړه، سره تبه مې ده، زړه باندې را اوري
د میدان توت، زردالو حالات خراب دي
ما د هند رات کې راڼي کله دي غوښتي ؟
راشه راوړه کشمالو حالات خراب دي
ولسمشر وايي ټول برېښنا ته ژمن دی
د ډکې او د نغلو حالات خراب دي
وطن ټول د عربانو حجاب ونیو
د پوړني د سالو حالات خراب دي
له ګرانۍ ټېپر ته خلک ماما وايي
څوک به واخلي کچالو حالات خراب دي
د وطن برخلیک پداسې موړ ولاړ دی
که ګټو يې، که بایلو حالات خراب دي
په هېح شان مو د زړو صبر و قرار نشي
که پاڅېږو، که څملو حالات خراب دي
د قابو هنر يې یو د غني زده دی
نه د هر پنجو، للو حالات خراب دي
لوږه، جنګ لکه چې کم وبا هم راغله
خدایزده نور به څه ګالو حالات خراب دي
له مستۍ د پلار نیکه مېنه پرېږدي څوک ؟
لدې کلي چې موږ تلو حالات خراب دي
یو ځل بیا فقیر ايپي راولې ربه
او یا هم ملک کالو* حالات خراب دي
ډېرې خولې، ډېرې خبرې بېکسیاره
یو قران به کړو فالو حالات خراب دي .
ـــــــــــــــــ
*ـ کرونا چې ډېر عام وګړي ورته کرولا وايي
*ـ ملک کالو خان د صوابۍ
ـــــــــــــــــــ
یادونه : یاران دې خبر وي چې زه په فضل د خدای
رک روغ یم

(Visited 103 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.