The news is by your side.

کوچیان

الهام الدین قیام

0
دا زمونږد وطن ھغه افغانان دي
چی له زوکړې نه ترمرګه سرګردان دي
دا له بل ځایه راغلي ګډوال ندي
د دی خاورې تاریخي باتور بچیان دي
دا زمونږد وطن ھغه پښتانه دي
چې دننګ په ھرډګرکی اتلان دي
دوی پخپل ننګ اوغیرت باندې مین دي
آزاد اوسي ، د آزاد ژوندعاشقان دي
نراو ښځې د ژوند کار او بار یوځای کړي
دوی د دې وطن ریښتیني زیارکښان دي
د خزان سره ھر وخت د دوی بدي ده
له فطرته له خزان سره ټول وران دي
د بھارسره یې دومره ملګرتیا ده
چې مُدام یې لټوي، پسې روان وي
چې ھرځاې ته بھار ځي، ورپسې درومي
د بھار په ښکلادومره مینان دي
اوس له خپلو ورشوګانو، شړل شوی
زورواکان د دوی د مېلو مالکان دي
دوی پخپل وطن کې دومره خوار او زاردي
څوی ې سپي دي څویې میږې ٫څو اوښان دي
دوی پخپل کور کې ټول ژوند بیکوره تیر کړو
دوی مُدام خانه بدوش ګرځي، کوچیان دي
په کوچیانو ټول وطن ښکلی ښکاریږي
ځکه دوی قیام ته دومره ډیر ورګران دي
قیام
(Visited 22 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.