The news is by your side.

کڅ

عبدالهادي هادي

0
څنګه درته ووایمه؟ وۍ راباندې ګرانه یې
ته مې زندګي يې، لیونۍ راباندې ګرانه یې
کڅ مې یاره روح دی، پورې سیند مې زندګي ګڼه
ته یې پسته شګه، د کڅۍ راباندې ګرانه یې
زما له لیونتوب نه دې، نازک خاطر خپه نه شي
خدای چې له دې ټولې، زندګۍ راباندې ګرانه یې
ستوري مې پېیلي، د تا نوم مې ورنه جوړ دی بیا
ستا رڼا ته ناست یم، تر سپوږمۍ راباندې ګرانه یې
شعر مې زندګي ده، او د تورو ریاضت کوم
ګرانې تر دې خپلې ، شاعرۍ راباندې ګرانه یې
جار دې له ګیلې نه، د یارانو د لړ څه مطلب؟
ته خو مې تر سترګو، تر ککۍ راباندې ګرانه یې
مه وایه هادي ته چې، سپرلی سپرلی ځواني لاړه
لا خو درته وایي چې: جنۍ راباندې ګرانه یې
(Visited 25 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.