The news is by your side.

یوه غمیزه یو انځور

ممتاز ارمان

0
شیخ د جومات له منارې پر کلي اور پوکوي
شاعران سویو اندامونو پورې خاندي دلته
امام دي ایښي په محراب کې کنډولي دبنگو
مفتي جومات ته فتواگانې له لندنه راوړي
خلک جامې سپینې کوي ، خبرې برگې کوي
او په لستوڼو کې مارانو ته جېبونه گنډي
دخیر خبره د دښمن وطن سیکه ده گله !
خیریه بنسټ دلته پر لارو دي زوزان کرلي
خانان دسوال په اوبو ژرنده ساتي
ملک څراغ ته د هوجرې راوړي له سینده اوبه
دهقان په مږه باندې پولې غړي
غوايي هډوکو باندې روږدي شول ، شفتلې نه خوري
مالدار خمرو کې اوس د پيوپرځای وینې پلوري
زموږ سرتېري په چينوغځو سنگرونه ساتي
ماغزه سرونو کې نه خېټو کې دي
لوی لوی فکرونه اوس له پوندو زېږي
خلک د ویر په خبرونو روږدي
ورځپاڼې بیا بیا سوليدلي خبرونه ویشي
واټ په بوینو انځورونو کې ورک
د ښار هوا په پښو شله ده او یون نه لري
مشران د پوزې مچ په ډزو وژني
کاڼي تندو سره په جنگ اوښتي !
ځمکه اسمان ته ده په غېږ ورغلې!
چې سر ساتي سرونه ټيټ گرځوي
خلک کڅوړې د سينو له اسرو ډکې راوړي ډکې یې وړي
د موسیقۍ د ښوونځیو زده کړي
اوس دبگوو له غږونو سروتال زده کوي
پاچا ټوکمار دی خندونکې فکاهیانې وايي
روژه ده خلک د موسکا خواږه څکلی نه شي
اختر د نن له ښاره کډه کړې
نازبین دربار د زلزلې په غېږ کې ډوب ويده دی
ژوند د عدم د پاڼ په مورگه ولاړ خوب وړی دی !
۱۱ـ ۳ـ ۲۰۱۷
Leave A Reply

Your email address will not be published.