The news is by your side.

زما مشرب/ سید عبیدالله نادر

0

چې په چپه خوله، وږمی شـــیندم ماحــــول ته

د بســتان کې د فــــطرت ، شــاګرد دګـــــل یم

معــرفت ســـــره می میـــنه ده په ،زړه کـــــې

په بوســــتان کــې د ادب، لــــکه ســنبل یـــم

په فریاد سره می ،ويـــش چې غـــــــافلان شي

عبرت ګـــاه کې د دنــــــیا، لـــکه بلــــــبل یـــم

په  وینـا چې ترې ، روښــان شي،تیاره زړونه

د عبرت په خــانقــاه کې ، صـــــاحــــــبدل یم

د هــغي دم مــی، تر ننــه آرام نشـــــــــــــــته

بنــدیوان چـــــې د هغـه، چــــــــــپه کــــاکل یم

له مینا سره می، خـــــوی هلتــــــه دی نغښتی

چــــــې آرام یــــي، په آوازه ، د قـــلقــــل یم

له عالمـــه ځـــاریدل زمــا مشـــــــــــرب دی

نه بد خــــواه د یوه قــــــــوم ، او نه د بل یــم

پاکــــــه ربه ! په رحمــــــــــت دي زه ډاډه یم

ستا په فضـــــــــل او په کــرم ، مــــــتوکل یم

په خـلوت کــــې ځـــــان هم نه بولم ، بی تا نه

داسي انګیرم ، چې حضور کې دي شــــامل یم

ستا تصویر می په محــراب کې ، د زړګي دی

هســــــــي نه چې سـتا له یاده زه غـــــافـل یم

له دي غمه ، چې یو څــــو ورځي ، میلــمه یم

ژړهغونۍ ، په خـــپل حــــــال باندی می تل یم

چې د ځان اوځان ځــــــانۍ نه ،رابهــر شــوم

هله پوه شوم ، چــــې زه اوس پیری ، کامل یم

ځــــان کم نه بولــم ذرې نه ، په هــــر دم کـې

آیـیني ته چــــې د عــــــــــــــجز ، مقـــابل یم

دا ارشـــــــاد له عاجــــــــــزیه ، راته شــوی

خاکسارۍ کې چې ، د خپو خــــاورې د کُل یم

سید عبیدالله نادر

 

 

 

(Visited 161 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.