The news is by your side.

پښتانه او ناسم تعبیرونه

جمال الله ناصرزی

0

ولې پښتانه او په ټوله کې افغانان تل د بدبختیو او ناخوالو سره لاس او ګریوان دي؟ ولې مو د یو نسل نه بل نسل ته دا ناخوالې وغځېدې او نسلونه نسلونه مو په بدبختيو کې رالوى او ختم شول؟ ولې د نړۍ یو بل هیودا له داسې نه ختمیدونکي ناورین سره ندی مخ شوی؟ ایا دا هر څه په مونږ له بهره تحملیږي او که مونږ پخپله کوم بنسټیز مشکل لرو؟ دا او دې ته ورته ډیرې پوښتنې دي چې د افغانانو ژوند يې تریخ کړی. څه کول پکار دي؟ رحمان بابا وايې؛

 خـــدای هم نه بدلوي حال د هغه قوم

 څوک چې نه بدلوي خپل حالت په خپله

د حالت د بدلون لپاره؛ راویښیدل پکار دي، فکري بدلون ته ضرورت دی، علمي څیړونو او عامه پوهاوي ته ضرورت دی. په هره سیمه، کلي او بانډه کې باید عام خلک وپوهول شي. نور باید اجازه ورنکړو چې هر څوک مو د اسلام، پښتونولۍ یا افغان، غیرت او ننک په نام لکه پسونه استفاده کړي. ناوړه دودونه، غلط روایتونه باید د سوال لاندې راشي، وڅیړل شي، لیکنې او بحثونه پرې وشي.

 یو د ناسمو تعبیرونو چې پښتانه يې بدبخته کړي او د پښتنو په شخصيتونو يې تر ډیره ناوړه اغيزه کړي هغه د پښتون د کلیمې د تورو هغه پورته په سور خط چلیپا کړی شوی وضاحت يا لغوي تعريف دی. دا تعریف مې په کوچنیتوب، د ښونځي په دوره او اوس د ټولنیزو رسنیو په دور کې ډیر اوریدلی او تر سترګو شوی. نه پوهیږم دا تعریف چا او په کوم بنسټ کړی؟ که کوم پښتون لیکوال کړی وي او د پښتنو اوسنۍ بدبختۍ وګوري، نو ډاډمن یم چې په دغه تعریف به یې له سره کتنه کړي وه. خو که کوم بهرني لیکوال کړی وي، نو ښه په سوچ او فکر یې کړی، پوهیده چې د پښتنو له احساساتو څنګه ګټه پورته کړي او د غیرت کندې ته یې وروغورځوي، چې هلته ښه توریالي او پیاوړي وروزل شو، نو بیا کولای شي په اسانۍ سره یې استفاده او وجنګوي، ځکه که وګورو د سوک وهنې، کراټو او دې ته ورته نورو لوبو لوبغاړي یواځې د لوبې په انتظار وي، د لوبي کټلو لپاره په پوره تیاري او جوش میدان ته کوزیږي او د لوبې کټل تل پاتې ویاړ ګڼې. له دې لوبې سره یې دومره مینه وي چې د عمر په زیاتیدو بیا د روزونکي دنده په غاړه اخلي او د ځان په شان لوبغاړي روزي.

 وین ډاییر وايې ” که چیرې تاسو شیانو ته په کتلو  خپل لید لوری بدل کړئ، هغه شیان چې تاسو ورته کورئ بدلیږي” نو راځئ د پښتون په اړه خپل لید لوری بدل کړو، پورته هغه بل وضاحت چې د پښتون په تړاو شوی، زما شخصي نظر دی او غوښتل مې چې یواځې خپله لیکنه پرې واضحه کړم، پښتون ډیری ښه صفتونه لري خو له بده مرغه مونږ تل هغه چلیپا کړل شوي صفتونه ستایلي او خپل کړي، دلته غواړم دا واضحه کړم چې د پښتنو لیدلورى څومره د پښتنو په بد بخته کیدو کې مرسته کړي.

له کوچنیتوبه مې د پښتون د میړانې، غیرت، ننک، پیاوړتوب، تورزنتوب او ښاغلیتوب کیسي اوریدلي. د دې کیسو په اوریدو سره به مې د ورته صفتونو یو قیسم احساس په وجود کې راپیدا شو، حتی بغضې وختونه به مې په خیالاتو کې ځان د دغه شان کیسو په لوبغاړي بدلولو او د یو پبښتون په خیالي نړۍ کې به ورک شوم. خو چې کله رالویدم نو د دغه کیسو له حقیقي لوبغاړو سره مخامخ کېدم. ښاغلی او ویاړلی پښتون به هغه وو چې لویه دیره يې لرله، میلمستیا وې يې ورکولې او د لرې لرې ځایو به د ده په شان خلک ورتلل. اما په همدغه کلي کې به داسې غریبان هم اوسیدل چې د اولادونو لپاره به یې د ماښام ډوډۍ نه درلوده، د دغه ښاغلو کورته چې به د غلې دانې لپاره ولاړل، نو دوی به من غنم په دوه منه د درمندونو(د نوي فصل د اخیستلو موسم) په قرض ورکول.

 تورزن، پیاوړی او ننګیالی پښتون به هغه وو چې د تربور د څپیړې جواب به یې په سوک ورکولو. که به یې په پوله پټي لانجه شوه، خبره به تر جنګ او مرک ژوبلې رسېدله، کالونه کالونه به دوشمنیانې وې. که به د هر یو لاس بر شو نو د یو په غچ کې به یې دوه وژل او په اخیر کې به یې خپله مظلومه او بی ګناه خور یا لور په بدو(سوره) کې ورکوله، د الله تعاله په دغه مظلوم مخلوق به داسې وخت راغلو چې سل ځله به يې مرګ له ژونده بهتر ګڼه، خو دغه ژوند يې د خپل ننګیالي ورور او پلار د عزت لپاره قبول و.

  چې کله ښوونځۍ ته ولاړم او د تاریخ کتابونه مې ولوستل، په هر کتاب کې به هم د ننګیالي، توریالي او پیاوړي پښتون کیسي لیکلي وې. د تاریخ استادانو به د دې اتلانو نومونه په ډیر ویاړ سره اخیستل او د جنک صحنه به يې داسې تصویره وله چې همغه وخت به دې ارزو کولا چې کاش ما هم په دغه جنک کې برخه درلودلی، نو اوس به مې نوم په داسې ویاړ سره اخیستل کیدی. اما چې کله مې د تاریخ پوهانو څیړنې مطالعه کړې، په دې پوه شوم چې ډیری وخت دغه توریالو د جنک میدان کټلی، اما چې کله د میز په سر ناست دي بیایې هرڅه بیلالي. که وکتل شې په سیاست کې جنک تل د میز د میدان کټلو لپاره کیږي او حقیقې بریا هم همدغه بریا وي.

 مونږ جنکیز مات کړه، لوی سکندر مو مات کړه، دری ځلې مو د نړۍ لويې امپراتورۍ انکلیستان ته ماتي ورکړه، د شوروي اتحاد مو دړې وړې کړه او اوس هم د نړۍ یو بل لوى طاقت په کوڼډو کېدو دی. اما که لږ څه فکر وکړو اصلي ماته دوي نه، بلکې مونږ خوړلي. که انکلیستان، روسي، یا امریکا ته ولاړ شئ، هیڅ داسې اثار به پيدا نه کړئ چې د دوي د ماتې ګواهي ورکړي او یا هم که هلته له چا پوښتنه وکړئ چې په کوم وخت تاسو افغانستان کې په جنک بوخت وئ، ایا ستاسو په ملک کې هم کوم ښونځی، پوهنتون، وداني، سړک او پول ونړید؟ حتمن به يې جواب نه وي. نو بیا څنګه کولای شو ووایو دوي ماته خوړلي؟ زما مطلب دانه دی چې افغانان باید لاس تر زنې ناست وی او د تیري کوونکو مقابل کې یې هیڅ نه وی کړي. دوې باید شړل شوی وی او وطن مو د اشغال خلاص کړی وی. اما په کوم قیمت؟ د اشغالګرو په مقابل کې جهاد تغریف درلود؟ تورزنو مجاهیدونوته هیواد د تیکه تیکه کولو جواز چا ورکړه؟ ملی شتمني ولې لوټ شوې؟ ټانک، الوتکي او د فابریکو وسایل ولې ګاونډي هیوادنو ته ډالي کړی شول؟ ولې داسې وشول؟ دا ځکه چې مونږ د ښاغلي، پیاوړي، ویاړلي، ننکیالي او توریالي لقبونه درلودل. ولې د نوري نړۍ قومونه دغه صفتونه نلري یا يې نه غواړي؟ ځکه چې دوي نه غواړي چې ښونځي، پوهنتونونه، سړک او پولونه يې وران ویجاړ شې، اولادونه يې بې سرپرسته شي، ټولنه يې په فقر او غربت کې ژوند وکړي، ملی شتمني یې لوټ شې او کلتور د لاسه ورکړي.

پښتانه نسلونه نسلونه توریالي، پیاوړي او ننکیالي دي، ځکه چې هر نوی نسل یې د ماشومتوبه د ورته صفتونو کیسي اوستایني اوريدلي او هر څوک په دغه ښاغلو ویاړکوي. نو به څنکه د یو نوي زلمي پښتون وینه په جوش نه راځي او د ننک توره به په لاس کې نه اخلې. ما په هیڅ کتاب کې ونه لوستل چې یو پښتون دې کوم نوښت کړی وې او یو داسې څه دې جوړ کړي وې چې افغانستان او نړې ته يې ګټه رسیدلي وي، دا خو لا څه کوې حتا د پښتو او پښتنو په اړه راته هم بهرنیو لیکوالانو څیړنې او لیکنې کړي. د تاریخ کتابونه مو په لوی لاس داسي لیکل شوي چې پښتانه یواځې جنکیالی وښایې. ما په هیڅ کتاب کې ونه لوستل چې پښتون جنک نه غوښت، اما جنک پري تپل شوی او جنک کولو ته مجبور شوی.د نموني په ډول؛ د ښونځي د تاریخ په کتابونو کې د احمد شاه بابا په هند د اوه ځلی د لښکر کشۍ یادونه کیږي، اما دا نه ذکرکوی چې په هند کې مسلمانانو او ځایې خلک د وخت د واکمنانو له ظلمونو په تنګ راغلي او د احمدشاه بابا يې په وار وار د کمک غوښتنه کړي، حتا مرهټو په افغانستان د تیري نیت هم درلود، اما بیا هم احمد شاه بابا د جنګ پرځاى د سولی له لارې د مسلې حل غوښت، چې ندی توانیدلی نو بیا لښکر کشې کړي.

زه غواړم د وین ډاییر خبره یو ځل بیا تکرار کړم “که چیرې تاسو شیانو ته په کتلو  خپل لید لوری بدل کړئ، هغه شیان چې تاسو ورته کورئ بدلیږې”. نو تر څو پوري چې فکري بدلون ونکړو تر هغې به پدې ناخوالو کې اخته یو. راځي نور مو ماشومانو ته د پښتنو د بي ځایه غیرت، تورزنولۍ، ننګیالیتوب او میړانیتوب کیسو پرځای دا ورذده کړو چې پوهه رڼا ده، تعلیم او تربیه مو ژوند ته ښکلا ورکوي، خوځښت بد بختي له مځنه وړي، د ورورولی په ژوند کې ارامي ده، نوښت مو په نړۍ کې نوم روښانه کوي. لکه څرنګه چې د ننکیالیو، پیاوړو، میړنیو او توریالیو کیسو زه د دې ښاغلو په خیالی نړۍ کې ډوب کړی وم او دومر تاثیر يې راباندي کړی وو چې حتا هیټلر مې خپل اتل ګڼلو، نو داسې به ستاسو ماشومان د پوهي، تعلیم او تربيې، ښیګڼو، نوښت او ورورولۍ کیسي د رڼاګانو په خیالي نړۍ کې ورکړي. څومره چې ماته سخته وه او کالونه کالونه وخت يې ونیو چې خپله خیالي نړۍ ونړوم چې لا تراوسه يې هم په نړیدو خواري کوم. داسې به مو اولادونو ته اسانه وي چې د خپلې خیالي نړۍ د ړنګیدو پرځاى د هغې د رڼاګانو څخه په کټې خپله حقیقي دنیا ودانه کړئ، چې رڼا ګانې به یې د هیواد یوه برخه هم ورسره روښانه کړي.

د سوکاله او ارامه افغانستان په هلیه!

ازمیر/ترکي ۱۵/۰۶/۲۰۲۰

(Visited 87 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.