The news is by your side.

د ملګرتیا معیار

ژباړه: طارق تسل

0 109

ملګرتیا هغه ستره او سپېڅلې اړیکه ده، چې تر ټولو لومړۍ او وروستۍ غوښتنه یې “اخلاص” دی. د ملګرتیا تقدس په دې کې دی، چې یو ملګری د بل ملګري په ذاتي ژوند کې مداخله ونکړي. یا فقط دومره مداخله پکې وکړي چې څومره ورته خپل ملګري اجازه ورکړي وي. په ملګرتیا کې ذاتي ژوند ته ټاکل شوي حدونه چې هر څوک کراس کوي، هغه ښه ملګری نه؛ بلکې یو بد انسان وي.
د ملګرتیا په نامه ځینې خلک د خپل ملګري سره د ملګرتیا پر ځای د هغه/هغې په ذاتي ژوند کې ډېره دلچسپي لري. کله چې بیا د خپل ملګري په ذاتي ژوند کې د خپل نظر خلاف څه وویني، بیا نو ورته نصیحتونه شروع کړي او د خپلو خودساخته اصولو پیروي ترې غواړي. د اصل ملګرتیا لپاره لومړنی شرط همدا دی، چې یو کس سره د زیاتو خامیو، د خپل ملګري په توګه ومنې. که ملګري ته د نصیحتونو پر ځاې، پر خپل ځان کار وشي دا به غوره وي.
سقراط به ځکه ویل چې غوره خلک پر افکارو بحث کوي او کمزوري خلک د خلکو په ذاتي مسائلو بحث کوي.

friendship and relationship are two different phenomena.😊

Leave A Reply

Your email address will not be published.