The news is by your side.

اوس به ژوندی نه وای (لنډه کیسه)

محمد خالص ادیب

0

د سګریټ ګل یې ټک واهه، شېبه وروسته یې بیا وچې شونډې حلقه کړې، له خولې او پزه یې دودونه ویستل، پزه یې کش کړه، پر څلور لاره یې شاوخوا وکتل، ورو یې له ځان سره وویل:

  • دا مې د ژوند پینځه ویشتم کال دی، خو ورکه نصیب به مې همدا وي

نصیب یې یوه شېبه غلی و، تقدیر ته یې وکتل، هغه د دوی دواړو ننداره کوله، وروسته یې ورو زیاته کړه:

  • ټولې خاورې په نصیب مه ور اړوه

تقدیر یې خبرې ورپرې کړې:

  • هو، هو ښه ورته وایې، هر انسان کولای شي په تقدیر کې لیکل شویو فیصلو ته بدلون ورکړي

هاشم سوړ اسوېلی ویست، له جیب څخه یې هېنداره راویسته، خپله څېره یې له نظره تېره کړه، د مخ په ګونځو کې یې ګرد ټول و، د ښي لاس د ګوتو سرونه یې پرې تېر کړل، شېبه وروسته یې ګوتې وموښلې، له ځان سره یې وویل:

  • اوس به بیا کور ته ځم، اوس به بیا د نه سړي لور وینم

نصیب ورته وویل:

  • ولې دومره ناهیلی یې

ورو یې سترګې ورواړولې، په ذهن کې یې د ګډ ژوند د پیل شېبې راواوښتې:

  • زه یې نه کوم، ابا ما ته یې ونه کړې، زما تر اوسه وخت دی، زه د دې نجلۍ په خوی او خواصو بلد نه یم، ابا زما سره ظلم مه کوه، ګوره دښمن دې نه یم، زوی دې یم، زما زړه نه دی، دا دې یوې او دوو ورځو خبره نه ده، هېله کوم، راته و یې نه کړې

تر سپینو بریتو لاندې یې سپرې شونډې وخوځولې:

  • زه به ولې نه ناهیلی کېږم

نصیب په ویښتو کې ګوتې تېرې کړې، ځان یې ځواب ته راجوړ کړ:

  • څه شوي؟؟؟

ده پر سر څادر سم کړ، په مخ یې سیوری راجوړ کړ، خبرو ته یې ادامه ورکړه:

  • زما همدا ته خراب نصیب وې چې د ګډ ژوند پیل مې له غم سره وکړ

نصیب غلی شو، وروسته یې شونډې بوڅې کړې:

  • زما ګناه نشته، دا ټولې فیصلې د تقدیر دي

د تقدیر رډې سترګې راواړولې، خبرې یې ورپرې کړې:

  • زه هېڅکله فیصله نه کوم، زه په انسان پورې اړه لرم، هر انسان کولای شي ما تغیر کړي، هر انسان ددې وړتیا لري چې له خپل تقدیره بدې پېښې حذف او ښې وراضافه کړي، دا یوازې او یوازې د انسان په اراده پورې اړه لري

زه ورته غلی وم، نصیب د چایو پیاله ور پورته کړه، شونډې یې حلقه کړې، د چایو غوړپ یې تر ستوني تېر کړ، شېبه وروسته یې پوښتنه وکړه:

  • تاسو مطلق او معلق نه یاست؟

تقدیر په وچو شونډو ژبه تېره کړه:

  • هو یم، مطلق نه بدلېدونکی یم او معلق بدلېدونکی

ما وخندل، دوی دواړو ماته وکتل، بېرته چوپ شوم، په دوی کې مې سترګې وګنډلې، تقدیر په اوږه څادر سم کړ:

  • ګوره مطلق یعنې د مرګ غوندې، کله چې کوم څه درته لیکل شوي وي، هغه تغیر نه کوي؛ خو معلق په تا پورې اړه لري، ته همدا اوس بام ته خېژي؛ ځان کښته راغورځوې، ته راته ووایه، که ټپي یا مړ شې، دا به په تقدیر کې درته لیکل شوي وي؟

عقل مو له څنګ سره ودرېد، درې واړه یې له نظره تېرو کړو، شېبه وروسته یې وویل:

  • نه خدای تاسو ته زه درکړی یم، تاسو باید په دغه ډول حالاتو کې زما سره مشوره وکړئ

د تقدیر په شونډو موسکا خوره شوه، چاکلیټ یې پوچ کړ، د چایو پیالې ته یې شونډې حلقه کړې، د نصیب تندی تریو شو، لومړی یې ما بیا عقل ته وکتل، د څادر په پیڅکه یې د تندي خولې پاکې کړې، په ځمکه کې یې سترګې وګنډلې، ښه شېبه د فکرونو په ټالونو کې وزنګېدو، وروسته یې وویل:

  • زه به څه ووایم؟!

د ۱۳۸۹ کال د زمري میاشتې دیارلسمه نېټه وه، د ټیلر موټر له څنګ سره مې ولاړ انسان ته وویل:

  • دلته مه ودرېږه، کېدای شي ستا درېدا ستا د مرګ په بیه تمامه شي

هغوی یوه او بل ته وکتل، زما په خبرو یې وخندل، عقل مې خبرو ته ښه متوجې و، تقدیر او قسمت په خپل منځ کې له یو بل سره پسېدل، په لوړ اواز مې ورته وویل:

  • غوږ شئ، هغه دواړه انسانان څو شېبې وروسته په ډزو وویشتل شول، که چېرې دوی زما خبره منلې وای ایا دوی به مړه شوي وای؟!

عقل دوی ته سترګې ور واړولې، تقدیر خبرو ته ځان راجوړ کړ، نصیب یې خبرې ورپرې کړې

  • نه!

تقدیر وخندل، ورو یې زیاته کړه:

  • خو دغه ځای دی کنه، چې نه یې منې، هر څه په ما پورې مه تړئ، دلته هغه زما پخوانۍ خبره ده، دوی کولای شوای ما ته یې تغیر راکړی وای، که چېرې دوی تللی وای، له عقل سره یې مشوره کړې وای، دوی به اوس هم ژوندي وای

ټولو چوپتیا اختیار کړه، شېبه وروسته عقل زیاته کړه:

  • خبره همدا ده کنه؟!

سترګې مې وغړولې، د څلورو دېوالونو منځ کې یوازې پروت وم، شاوخوا مې وکتل، په یوه مې هم سترګې ونه لګېدې، خو په ذهن کې مې د تېر شوي خوب ډیالوګونه اوښتل رااوښتل، پورته شوم، ګروپ مې روښانه کړ، پیالې ته مې ګوتې وراوږدې کړې، د میز پر سره مې له ترموز پیاله ډکه کړه، د چپ لاس څټ مې په شونډو تېر کړ، ګیلاس مې په سر واړاوه، مېرمن او اولادونه مې له نظره تېر کړل، د عقل او تقدیر خبرې مې سترګو ته ودرېدې:

  • هر انسان کولای شي ما تغیر کړي، ښه او بد ژوند کول یوازې د انسان په اراده پورې اړه لري

عقل موسکی شو:

  • زما سره باید هره شېبه انسان ملګرتیا وکړي، زه انسان ته هر وخت ښې مشورې ورکوم

د کوټې ور مې خلاص کړ، اسمان ته مې وکتل، ستورو پر ځمکه زرغون شویو بوټو ته سترګکونه وهل، ځای ځای د چونګښو اوازونه اورېدل کېدل، چوپه چوپتیا وه، او همدغې چوپتیا د ښو فکرونه کولو زیري راکول.

(پای)

(Visited 47 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.