کوچنی بایسکل، چې لا یې له میله پلاستیک را تاو و، دوکان ته را د ننه کړ.
هټیوال له ستړي مشي وروسته، ترې وپوښتل:
د ده خو لا میاشت هم نه پوره کیږي، تا خو ویل یواځنی زوی مې دی ، ښه او محکم شی راکړه او اوس یې بیرته خرڅوې؟
سړی غلی شو. سترګې یې همداسې پرانیستې پاتې وې. د بڼو څوکو یې د اوښکو غوټۍ وکړې.
ژوره ساه یې واخیسته:
پرون یې له شفاخانې رخصت او کور ته مې راووست، اوله پوښتنه یې د بایسکل وه؛ خو هغه اوس دوه ټایره نشي چلولی. د هغه دواړه پښې….
خبره ترې په چیغه بدله شوه او له دوکانه داسې په منډه ووت، لکه زوروره چاودنه چې وشي.
کیسه ګۍ
نعمان دوست
عقرب ۲۲/ ۱۳۹۹