The news is by your side.

برکتونه-لنډه کیسه

ګل رحمن رحماني

0

د خوراکي توکو د لوی پلورنځي مالک ولاړ بوډا ته خېرنه پلاستیکې څوکۍ ور وړاندې کړه، لکڼه یې ترې واخیسته، په درناوي او مهربانه غږ یې ورته وویل:

 دلته کینه حاجي ابراهیم کاکا، له مودو وروسته را پېښ شوی یې، پرون مو هم کور کې یاد کړې، رښتیا ده چې پخواني خلک  د کور کلي برکتونه دي، ګوندې وي چې دلته ناڅاپي راتګ او قدم دې زموږ خواته هم د خیر او برکتونو را پام کړي.

   راغلي بوډا هم د هټیوال خندا د زړه په زور بدرګه کړه، په اوږدو برېتونو یې د چپ لاس لړزانده وچې کلکې ګوتې ووهلې، کېناست او خپل شاوخوا ته یې د غلو دانو ډکې سرلوڅې بوجۍ له نظره تېرې کړې، د یوې بوجې څنګ کې یې د ناخودو درېیو لوېدلو دانو ته پام شو، را اوچتې یې کړې، ګرد یې ورڅخه پو کړ او نږدې بوجۍ ته یې ور واچولې.

    هټیوال دوست یې له چایو ډکه کړې پیاله ورته مخامخ د غوړیو د ټیم په سر کېښوده او خپله یې هم د وریژو ولاړې بوجۍ ته ډډه ووهله، نورو خبرو ته یې خوله جوړوله چې حاجي ابراهیم ترې د خبرو وار مخکې کړ او ویې پوښتل:

   -څنګه دی نظر وراره ګله! کاروبار خو چلېږي؟

   په مات غږ یې ځواب ورکړ

ـ بد نه دی، شکایت به نه کوو، خو پخواني برکتونه یوه زره هم نه دي پاتې، لاړل لکه سارايي کوترې والوتل، باور وکړه تر ګاونډیانو ښه سودا کوم، ښه مشتریان لرم، خو یوه مې نه دوه کېږي، هر څه بې برکته دي، سر په سر روان یم، بې برکته پیسې به کوم درد دوا کړي.

   حاجي ابراهیم د چایو له پیالې غوړپ وکړ، چای سوړ و، غوښتل یې څه ووايي، خو په همدې وخت کې یوه بوډۍ چادریواله سوالګره هټۍ ته راوګرځېده، حاجي ابراهیم ته مخامخ ودرېده او په عاجزانه لهجه یې وویل:

– اولادونه مې وږي دي، څه نه لرم، څه به وشي که د خدای په رضا یو څه راکړئ!

 حاجي ابراهیم د خپل واسکټ له مخکني جیبه یو نوی شلګون راویوست او ولاړې ښځې ته یې په چوپه خوله ورکړ، خو د نظر محمد تندی له غوسې تریو شو.

– څه یې کوي حاجي صایب، د دوی یوه یا دوې ورځې نه دي، هر ساعت ځي راځي، باور وکړه چې دا مخلوق هېڅ مړښت نه لري.

 سوالګره پرته له دې چې د هغه پېغور ته پام وکړي؛ د زړې چادرۍ له چولو یې د غوړیو په زېړو پلاستیکي پاکټونو سترګې خښې کړې او دا ځل یې هټیوال ته په عذر وکتل

 – زوی جانه! دا یوه هفته  مو بې له وچې او سړې ډوډۍ څه نه دي خوړلي، په خدای چې په کتغ مو څکه هم…

  د نظرمحمد د صبر کاسه ډکه شوه او په ځای کې را نېغ شو

 ــ ورځه نو سپین سترګي هم حد لري! چې څکه مو نه ده کړې  تاوان دې پر ما دی، موږ نو څه غوښې او پلوونه خوړلې، هله مزایمت مه کوه.

 سوالګرې د اوړو او وريژو بوجۍ له نظره تېرې کړې، روانه شوه.

ابراهیم د نظر محمد پر لاس ګوتې کېښودې او وویل:

– وراره ګله! ارام اوسه، تا د برکتونو خبره کوله، پخوا له شک پرته برکتونه وو، مهرباني وه، ورکړه وه، بخیلي نه وه، کندوان به مو چې منی له غلو دانو ډک کړل ان تر بل مني به مو د ګېدې غم نه و، مساپر، غریب، ملا، شپون او نايي به هم راسره بسیا و، خو اوس د میاشتې اخر کې سړی حیران وي چې څه وکړي، لاندې ماندی خو…

 نظرمحمد یې خبره ورپرې کړه

  – هو، حقیقت دی، زموږ حاجي صایب کیسه کوي چې په کروندو او درمند کې به د هر چا حق معلوم و، له ځانه اضافه به مو بازار کې پلورل، حتی د فصل او سارا د مرغانو سیلونه او نور ژوي به هم زموږ په غلو دانو ماړه وو، خو اوس په ځان پورې حیران یوو…

    د وږو مرغانو چغ او چوغ یې خبرې ورپرې کړې، د وریژو او غنمو پر بوجیو څلور وږې او شوخې مرغۍ ناستې وې، په دانو کې یې ماښوکې وهلې او یو له بل یې ګامونه اچول. هټیوال تر څنګ اېښې اوږدې لښتې ته لاس کړ ،  مرغان یې وشړل او بیایې ابراهیم ته  وکتل

   -یو خو له دې وږو او مړ سترګو مرغانو تر پزې راغلی یم، شړلي مې نه وي چې څو دقیقې وروسته بیا له ګڼو دکانونو راتېر شي او فقط دلته زما په دکان کې خپله روزي لټوي.

     بوډا ابراهیم د چایو له غوړپ سره ټوخي واخیست، په همدې وخت کې ګاونډی هټیوال چټک راغی، د کورتو بوجۍ ته یې ګوته ونیوه او نظرمحمد ته یې په ټیت غږ وویل:

 نظرخانه! هله یو من بامیاني کورت راکړه، مشتري ولاړ دی، بیا به یې مجرا کړو له خیره…

     نظر محمد حاجي ابراهیم او ولاړ هټیوال ته وکتل، لکه له دواړو چې د خبرو اجازه غواړي، خو صبر یې ونه کړ، ژر ورته جدي شو.

 نه کېږي خان اغا وروره! تېر ځل مو هم یوه معامله وکړه، بیا دې بېرته همغه جنس رانه کړ، کمل اصل و، هسې به مو د خولې خوند سره بد شي، خپل کار دې کوه، خپل به کوم.

 حاجي ابراهیم د چایو پیاله نیمايي کې پرېښوده، له څوکۍ پاڅېده، لکڼه یې په موټي کې ټینګه کړه او هټيوال ته یې وکتل

– نور نو ځم نظر وراره ګله! هسې په لاره تېرېدم، ما ویل یو سلام درته وکړم، پرېږده چې نور د خپل اوداسه او لمانځه غم وخورم، موږ خو بې لاسو بې پښو خلک یوو.

  نظر محمد له ځایه پاڅېد، د غنمو په سرخلاصې بوجۍ ناسته کوتره یې د لاس په ښورولو والوزوله او بیا یې حاجي ابراهیم ته مخ راواړوه:

  – خیر یوسې حاجي صایب! خدای مو د ښو پوښتنه وکړه، که په کور کې دې زړه تنګېده؛ نو کله کله زموږ خواته راځه، ګوندې خدای پاک دې قدم زما په کاروبار پورې مبارک او برکتي کړي.

 بوډا ترخه خندا وکړه او سرګردانه هټیوال ته یې د مخه ښې لاس اوچت کړ، په ټیټ غږ یې وویل:

  حتمی، حتمی، خو خدای پاک دې اول ستا خپل قدمونه برکتي کړي، خبره زما نه، ستا په قدم کې ده، خو بلکل یې منم، رښتیا ده چې نن سبا پخواني برکتونه مرکتونه نشته.

   حاجي ابراهیم له دوکانه په پلې لاره ګړندی روان شو او نظر محمد یې تر ډېره قدمونو ته ځير و.

۱۳۹۹، د کب ۱۳مه

(Visited 37 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.