The news is by your side.

بنګړي ـــــــ لنډه کیسه

لیکواله: ځلا نور

0
زلمکی د ملګرو خوا ته ورغی، سپین دسمال یې مخ ته نیولی و.
یو ملګري وویل:
ـ بیا دې لکه چې له چا سره جنګ کړی؟
زلمکي وویل:
ـ هسې له یو هلک سره….
ـ نو دا مخ دې ولې؟
په خوا کې ملګري یې په خندا وویل:
ـ نجلۍ په څپيړه وواهه.
هغه ځوان په خندا وویل:
ـ چې نجلۍ دې په څپيړه وهي، بیا نو لاسونو ته بنګړي واچوه.
ملګري یې بیا ورته په خندا وویل:
ـ نو اوس د یوې څپیړې زور هم نه لرې چې مخ دې داسې کلک نیولی؟
زلمکي دسمال په مخ کلک کړ او ویې ویل:
ـ په لاس کې یې بنګړي وو، مخ مې خوږ شو.
پای
(Visited 102 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.