The news is by your side.

د بیدارولو سزا

سید عبیدالله نادر

0 161

وایي چې یو چا په خپل ګاونډ کې ، چې یو ښکلی چرګ یې درلوده ،او سهار وختي به یې آذانونه کول ، یو څو ورځي د چرګ آواز وا نه وریدل شو ، نو ګاونډي یې د دي بل ګاونډ د چرګ د خاوند څخه پښتنه وکړه ، چې آ ستاسو دا ښایسته چرګ چې هر کله به یې سهار وختی بانګونه کول هغه څه شو ، ګاونډی د چرګ خاوند وویل : نورو ګاونډیانو شکایت درلود چې ستاسو چرګ سهار وختي آ‌ذانونه کوي ، او مونږه د خوبه ویښوي ،نو مونږ هم سر غوڅ کړ او حلال مو کړ ، نو وايي په حقیقت کې زه په دې په شوم ،چې څوک په دې وخت او زمان کې ،خلک د غفلت له خوبه ویښوي ،یا ویښول کوي ،د هغي سر غوڅیږي ،په تیره د دې قیصی خو ډیره عبرتناکه لړۍ ،زمونږ په استبدادي حکومتونو کې تیر شوي ،چې مونږ ډیر منور خلک وژل شوي ،او زمونږ تاریخ په دې ګواه دي ، چې یادونه یې په دې مختصر کې نه ځایږي ،او په اوس وختونوکې خو د پاکستان په پشتنو باندی د پاکستان د ریاست له خواه دا لړۍ روانه ده ،چې ټوله نړۍ یې د سر په سترګو ویني ،یانی ډیر خلک د ویښتابه په جرم وژل کیږي ،لکه څرنګه چې ډیر مشران د مخه وژل شوي او اوس هم دا لړۍ روانه ده ،
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د فیسبوک د ملګرو څخه اخیستنه او په پښتو کې یې ژباړه د ملایانو د پاره د پند او عبرت او د عصری علم او فن د هڅونې احساس ورکول.

Leave A Reply

Your email address will not be published.