The news is by your side.

(د مړي عطر (لنډه کیسه

ندا وردګ

0

هندارې ته مخامخ ودرېد، نمجنو وېښتانو کې یې ګوتې ورکړې او پورته یې واړول، ځان پاک یې له اوږې لرې کړ، پاکه درېشي یې واغوسته، بیا یې سترګې هندارې کې وګرځولې او له ځان سره په خبرو شو.

-لکه چې د ږېري خط راسره ښه نه ښکاري!

د خونې ملګری یې راوړاندې شو او ټېله یې کړ، په خندا یې ورته وویل:

-یره نو یو خو چې ته هندارې ته ودرېږي، بیا درڅخه نوبت نیول ګران وي، نور زه هم لاړم، لاس او مخ وینځم او بیا به لږ زړه تازه کړو، نږدې پاک ډېره ښه هوا لري، سمه ده؟

بریالي خپل ملګری رومل په اوږه ټېل واهه او په خوښۍ یې ورته وکتل

 – بیخي مي خوښه ده، لږ به ځانونه پرِش کړو یاره.

 رومل په بیړه ووت، د لاس وینځلو ځای کې یې مخ ته دوې درې لپې اوبه ور واچولې، په وېښتو کې یې ګوتې تېرې کړې او په شمېرلو قدمونو ګوټې ته راننوت، سپږمې یې کش کړې او په کړس یې وخندل:

-والکه! د خدای لیاز دی، نو دا د مړو عطر مه وهه، زه دې ورباندې مړ کړم، نور به سر درد کړې، هسې نه څوک دې له ډک مجلسه وشړي، پردی هېواد دی او خلک یې عجیبه خویونه لري، بده ده په خدای…

   بریالي وخندل او رومل یې په پوره زور غېږې ته نږدې کړ:

-تا دې خدای خوار نه کړي، ته ددې عطرو په ارزښت څه خبر یې، د پاریس تر ټولو ښه عطر همدا دي، دې ته دختر کش عطر وايي، ټولې به راپسې ګوري.

  خدای خبر چې د بریالي به ولې دا عطر دومره خوښېدل، خو رومل ورسره سخت حساسیت درلود او په ضمن کې به په دې ورته خوښ وو چې په خپل یوازیني کلیوال ملګري به یې د ټوکو لپاره ښې پلمې ورته پیدا کولې.

   له کوټې جوړه ووتل، د سړک څنډې ته روان وو، رومل د هغه د ځورولو لپاره پزې ته کاغذي دستمال نیولی و، نږدې پاک ته ورسېدل، ټکټونه یې واخیستل، جوړه روان وو، رومل بیا ورباندې ټوکه وکړه.

 الکه! لږ فاصله رعایت کړه، هسې نه چې ددې مړو په عطرو دې ما هم کومې هدیرې ته واستوې، خو یوه بله خبره درته کوم.

ـ څه خبره؟

ـ ما ویل چې دا د مړي عطر وطن ته چا ته تحفه کې ور نه وړې، په شرمو به مو وشرموې.

 بریالی د وطن د کلمې په اورېدو مایوسه شو، قدمونه یې ورو شول، خو رومل په اوږه لاس ورکېښود او وویل:

ـ تبیت دې ښه نه شو، ښه یې؟

ـ هو، ښه یم، ښه یم، کور کلی دې را یاد کړ ظالمه، پردی وطن که جنت هم شي، زموږ نه دی او خوښي نه لري.

ـ نه یاره، زړه به نه خورې، همدې اوونۍ کې به دې د وطن دیدن نصیب شي، ګلالۍ رخصتي به تېره کړې او بیا به راځې.

  د بریالي په رنګ کې د رخصتۍ کلمې په اورېدو وینه وچلېده، قدمونه یې ګړندي کړل، نږدې نیم ساعت په پارک کې وګرځېدل، په څوکیو کېناستل، له نورو هلکانو او نجونو سره یې کیسې وکړې او بېرته له پارکه راووتل، په لاره پلي روان وو، بریالي مخ ور واړوه او وویل:

-ملګریه! ته ورو ورو قدم وهه، زه به له نږدې هټۍ سګرېټ راواخلم.

 رومل روان شو، بیا یې په ذهن د کلي کور د یادونو باران پیل شو، په خیالونو کې د سړک منځ ته را وګرځېد او له یوه شور سره په ځمکه راولوېد، د موټر د ښېښو ټوټې خورې ورې شوې.

+++

  درېیم ماښام یوه الوتکه په کابل نړیوال او هوايي ډګر کې راښکته شوه، مساپر د خپل وطن په لیدو خوښ او خوشحاله وو، د بیرونۍ دروازې په لور یې لار لنډوله، خو یو ځوان د دوی برعکس پرېښانه او خپه ولاړ و، لا یې هم په الوتکه کې سترګې ګنډلې وې، خدمتګارانو د الوتکې له ښکتنۍ برخې یو تابوت را بهر کړ، ده ورمنډه یې کړه، له ممانعت سره سره یې د تابوت د مخ ښېښه کش کړه، د مړي د عطرو تنده څپه ورباندې ولګېده، په پټو سترګو یې زړه ته تېره کړه او له ځان سره یې وویل:

-اخ رومله! تا خو زما عطر یوه شېبه هم نه زغمل، خو دا دي پوره دویمه ورځ شوه چې ستا د کفن د عطرو له خوشبو سره په سختۍ ګوزاره کوم، ژمنه کوم چې نور به یې په ژوند کې هېڅکله هم ونه کاروم.

 پای

(Visited 36 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.